متحده ایالات او سعودي عربستان په دوه اړخیزه توګه او د داعش ضد نړیوال ایتلاف او د خلیج د همکارۍ شورا له لارې ګډ کار ته دوام ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سیمې ته د وروستي سفر په ترڅ کې وویل، متحده ایالات او سعودي عربستان په دوه اړخیزه توګه او د داعش ضد نړیوال ایتلاف او د خلیج د همکارۍ شورا په ګډون د څو نړیوالو فورمونو له لارې ګډ کار ته دوام ورکوي.
ښاغلي بلینکن وویل د داعش پر ضد د مبارزې نړیوال ایتلاف د وزیرانو په وروستۍ غونډه کې د اړتیا وړ په څو مهمو برخو تمرکز وکړ:
"په دې کې د داعش څخه د ازادو شویو سیمو باثباته کول شامل دي، ترڅو دا ډله ونشي کړای د خراب امنیت، اقتصادي یا بشري شرایطو څخه ګټه پورته کړي چې خلک نا امیده کړي او همدارنګه . . . د الحول او د بې ځایه شویو کسانو له نورو کمپونو څخه د بهرنیو ترهګرو جنګیالیو او د هغوی د کورنیو بیرته ستنول شامل دي. موږ همداشان کار کوو چې د افریقا په صحرا کې د داعش د پراخېدونکو هڅو او د داعش – خراسان د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو په وړاندې ودریږو."
بلینکن وویل، متحده ایالات او سعودي عربستان د یمن په ګډون په سیمه کې د نورو ننګونو د حل لپاره په ګډه کار کوي:
"کله چې ولسمشر بایډن واکمن شو په یمن کې جګړه روانه وه. دا هیواد په حقیقت کې په نړۍ کې تر ټولو بد بشري بحران سره مخامخ و. اوس موږ د سعودي عربستان او نورو ملګرو سره په کلکه کار کوو ترڅو هغه ۱۴ میاشتنی اوږد اوربند نور هم پیاوړي کړو چې موږ یې په ترلاسه کولو کې مرسته کړې."
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "متحده ایالات او سعودي عربستان، د [خلیج د همکارۍ شورا] سره یوځای، د ایران په اړه هم. . . د تروريزم او تشدد کوونکو ملېشو ډلو ملاتړ، نړيوالو اوبو کې د تیریدونکو ټانکرونو نيولو او اټومي تاوتريخوالي تمرکز کوو.”
هغه همداشان وویل، "متحده ایالات په دې باور دي چې د اقتصادي فشار او مخنیوي سره مل دپلوماسي، او د غښتلې دفاعي همکاري د دې خطرناکو کړنو سره د مقابلې ترټولو غوره لاره ده. موږ د سعودي عربستان د هڅو ملاتړ کوو چې تاوتریخوالی کم کړي او اړیکې ټینګې کړي."
د امریکا متحده ایالات او سعودي عربستان د هغه دپلماتیم کمپاین مشري کوي چې په سودان کې دواړه خواوې په اوربند موافقه وکړي او د سودان خلکو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو اجازه ورکړي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، نړیوال حقونه او آزادۍ د متحده ایالاتو لپاره یو اساسي لومړیتوب دی. ښاغلي بلینکن زیاته کړه، "او د امریکا او سعودي ملګرتیا د بشري حقونو په برخه کې په پرمختګ سره نوره ژوره کیدی شي،" هغه همداشان وویل. "له همدې امله موږ د تاریخي ګامونو په کلکه هرکلی کوو او ملاتړ یې کوو چې په کاري ځواک کې په عامه ژوند کې د ښځو ګډون زیات کړي، د هیواد د عصري کولو د سترې اجنډا د نورو اصلاحاتو په منځ کې د مذهبونو ترمنځ زغم پراخ کړي."
د امریکا متحده ایالات له سعودي عربستان او سیمې سره د خپلو همکاریو د ژورولو لپاره ژمن دي.