د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې د جنډر مساوات او د ښځو د پیاوړتیا همغږي کوونکې جمیله بیګیو وایي: "که چیرې میرمنې سرچینو ته مساوي لاسرسی ولري او خپل فارمونه د نارینو د فارمونو په څیر حاصلخیزه کړي ... نو په نړۍ کې به ۴۵ میلیون خلکو ته چې د خوړو خوندیتوب نه لري، خواړه پیدا شي."
د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، متحده ایالات او جاپان په ګډه کار کوي چې "د اکمالاتو سلسله لا زیاته غښتلې او جوړه کړي، د مهمو منرالونو امنیت او د مصنوعي استخباراتو په څیر شیانو مقررات تنظیم کړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې عذرا ضیا وایي، "مونږ مهم پرمختګونه او نوښتونه وړاندې کړل چې په ټوله نړۍ کې به پر بشري حقونو دوامداره اغیز ولري، چې په کې د نړیوالو بنسټونو څخه داسې ګټه پورته کول شامل دي چې د متحده ایاالتو د بشري حقونو لومړیتوبونو ته ځواب ووایي."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میلر وویل: "د ایران حکومت په پرله پسې ډول په ایران کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو، تهدیدونو، توقیفولو، جبري اعتراف اخیستلو او د تاوتریخوالي د کارولو له لارې د مطبوعاتو ازادي تر پښو لاندې کړې ده."
ګرینفیلډ وایي: "دا نوی محدودیت د منطق څخه سرغړونه او د افغان میرمنو او نجونو لپاره د مرګ د سزا په څیر دی چې ژوند ژغورونکې طبي درملنې ته سخته اړتیا لري."
رابرټ ووډ وایي: "موږ دا منو چې بشردوستانه، بسپنه ورکوونکي، بانکونه او عرضه کوونکي چې دغو خلکو ته خدمت کوي - هغه څوک دي چې د خوړو، مرستو او درملو د رسولو په چارو کې خپل ژوند [له ګواښ] سره مخامخ کوي هغوی په لوړه کچه د قانوني وضاحت، وړاندوینې او محافظت مستحق دي."
د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وایي، جي-۷ هیوادونه د "روسیې د دفاعي صنعتي بنسټ لپاره د چین د دوامداره ملاتړ په اړه اندیښمن دي - دا ټول روسیې ته اجازه ورکوي چې د اوکراین په وړاندې تیري ته دوام ورکړي."
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت مرستیال برادلي سمېت وویل، متحده ایالات "ژمن دي چې د اضافي عوایدو د خوندي کولو لپاره د حماس هڅې ګډوډې کړي او هغه کسان ونیسي چې د دې ډلې تروریستي فعالیتونو ته زمینه برابروي. "
ولسمشر بایډن وویل، "د متحده ایالاتو او چین اړیکې په ټوله نړۍ کې ترټولو مهمې اړیکې دي. او دا چې موږ د یو بل سره څه ډډول تعامل کوو، دا په پاتې نړۍ اغیزه کوي."
په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازی رابرټ ووډ وایي: "د شمالي کوریا د دموکراتیک جمهوریت په اړوند د روسیې کړنې نه یوازې خطرناکې دي، بلکې دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه ددې هیواد د مسؤلیت سره متضاد دي."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، "موږ د مالدووا د خلکو سره ولاړ یو، په داسې حال کې چې دوی خپلې دموکراتیکې، سوکاله او اروپایي راتلونکې ته دوام ورکوي."
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو د ماموریت حقوقي سلاکار مارک سیمونوف وایي: "د الحسن محکومیت د هغو کسانو د حساب ورکونې په لور یو مهم ګام دی چې په تیمبکتو او سیمه کې د ملکي خلکو په وړاندې د ترسره شویو ظلمونو مسؤل دي."
Load more