Accessibility links

Breaking News

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د شکرانې ورځې لمانځل


په امریکا کې د شکرانې ورځ
په امریکا کې د شکرانې ورځ

په متحدو ایالتونو کې د نومبر ۲۷ د شکرانې ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې امریکاییان د ازادۍ او نورو ټولو نعمتونو په خاطر شکر ادا کوي.

د شکرانې د ورځې لمانځل د ۱۶۰۰ لسیزې په لومړیو کې د لومړنیو استعماري استوګنځایونو له وخت راهیسې یو امریکایی دود دی. د ۱۶۱۹ کال د دسمبر په څلورمه نېټه، په ویرجینیا کې د نویو راغلو انګریزانو یوې ډلې د جیمزټاون سره نږدې په برکلي پلانټیشن کې د شکرانې ورځ ولمانځله. د استوګنو منشور دا اړینه ګڼله چې په امریکا کې د دوی د رارسیدو نېټه هر کال له خدایه د شکر کولو د ورځې په توګه ولمانځل شي.

دوه کاله وروسته، په ماساچوسټس کې بریتانیایي استعمارګرانو د یو کال یخنۍ، قحطۍ، سختۍ او ناروغۍ وروسته، چې نږدې نیمایي مهاجرین یې وژلي وو، خدای ته شکر ادا کړ او د خپل ژوندي پاتې کېدو جشن یې ولمانځه.

د ۱۷۸۹ کال د اکتوبر په ۱۴، د نوي جوړ شوي متحدو ایالتونو لومړي ولسمشر جورج واشنګټن، د هغه څه لپاره چې واشنګټن د "هغه سوله ییز او منطقي ډول چې موږ وتوانیدو د خپل امنیت او خوښۍ لپاره د حکومت اساسات رامنځته کړو... او هغه مدني او مذهبي ازادي چې موږ پرې بختور یو" د شکرانې یوه اعلامیه صادره کړه.

ولسمشر ابراهام لنکن، د خونړۍ کورنۍ جګړې په وخت کې، چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ګرانه جګړه وه، د شکرانې یوه ملي ورځ اعلان کړه چې د ۱۸۶۳ کال د نومبر میاشتې وروستۍ پنجشنبه، یعنې د ۲۶ نېټې په ورځ ولمانځل شي.

دا اعلامیه د یاغي ځواکونو په وړاندې د متحدینو د اردو د بریاوو د ستاینې په موخه خپره شوه او په هغې کې له ټولو امریکایانو وغوښتل شول چې "له لېوالتیا سره د قادر متعال له لاسه د ملت د ټپونو د رغولو او هغه د عادي حالت ته د ژر تر ژره بېرته راوستلو لپاره، چې د الهي موخو سره سمون ولري، مرسته وغواړي، ترڅو په بشپړ ډول له سولې، همغږۍ، ارامۍ او اتحاد څخه برخمن شي."

په ۱۹۳۹ کې د ولسمشر فرنکلین روزولټ د شکرانې اعلامیې دا رخصتي د نومبر څلورمې پنجشنبې ته وګرځاوه. ولسمشر د ۱۹۴۲ کال په نومبر کې د شکرانې د ورځې په اعلامیېکې، کله چې امریکا له اروپا څخه تر ارام سمندر سیمې پورې په نړیواله جګړه کې ښکېله وه، اعلان وکړ:

د خدای شکر په خای کول ښه کار دی. د فضا او وخت په ناڅرګندو لارو کې، زموږ په زړونو کې دا کلمې انګازې کوي، ځکه هغه ورځې بېرته راسره دي چې د حاصلاتو د راټولولو پر مهال، خپل تړاو لوی خدای ته څرګندوو."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د شکرانې د ورځې په خپله اعلامیه کې، د امریکایانو منندویې تکرار کړه او ويې ویل:

"د هر هغه څه لپاره چې موږ ترې خوند اخلو، او د هغه سخاوتمندانه میراث چې زموږ نیکونو موږ ته پرې ایښی دی، موږ درناوی کوو."

ولسمشر ټرمپ وویل: "لکه څنګه چې موږ له خپلو کورنیو او ملګرو سره راټولیږو چې د سخاوت، هیلو او مننې دا فصل ولمانځو، موږ د امریکا د ایمان، کورنۍ او ملګرتیا بنسټیز دودونه لمانځو او د ازادۍ او ډیموکراسۍ له هغو اصولو څخه مننه کوو چې زموږ هیواد په نړۍ کې بې ساری کوي."

XS
SM
MD
LG