Accessibility links

Breaking News

د نایجیریایي مسیحیانو ساتنه


U.S. Ambassador to the UN Mike Walz.
U.S. Ambassador to the UN Mike Walz.

د مذهب پر بنسټ تاوتریخوالی او تښتونې اوس هم د نایجیریا هیواد ځپي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې په یوه تازه پېښه کې یو شمیر بریدکوونکو د مرکزي نایجیریا په یوه کلیسا کې د عبادت پر مهال پر خلکو برید وکړ، لږ تر لږه دوه عبادت کونکي یې ووژل او کشیش او یو شمېر نور کسان یې له ځانه سره یووړل.

دغه برید یوازې څو ورځې وروسته له هغې وشو چې د نایجیریا په شمال لوېدیځ، د کیبي په ایالت کې ۲۵ زده کوونکې وتښتول شوې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والز د امریکا له لوري په یوې جوړې شوې غونډه کې چې سرلیک یې و، “په نایجیریا کې د مذهبي تاوتریخوالي او د عیسویانو د وژنې پر ضد مبارزه” خبرې وکړې او په ویناګانو کې یې، د نایجیریا د یوې بلې ډلې نجونو د تښتولو له امله ژور خپګان څرګند کړ.

“۲۵ کوچنۍ نجونې له خپلو ښوونځیو څخه جلا کړای شوې. زه دعا کوم چې بېرته یې ومومو. خو ډېر وخت داسې پېښیږي چې دوی د جنسي غلامۍ لپاره پلورل کېږي. دوی په زور اړ ایستل کېږي چې له خپلې عقیدې لاس په سر شي. دوی هېڅکله خپل کورونه او کورنۍ نه ویني، او په حقیقت کې د افراطیت او جنسي غلامۍ تیاره نړۍ کې ورکې شي.”

سفیر والز وویل چې په نایجیریا کې د عیسویانو ځورول اوږده سابقه لري.

“کلیساوې سوځول کېږي. مېندې خپل ماشومان یوازې پدې جرم خاورو ته سپاري چې په لوړ غږ او په سرود خپله دعا وایي. د کشیشانو سرونه ځکه پرې کیږي چې د "غره په سر د موعظې" غږ اوچتوي. ټول کلي سهار د ډزو په اواز راویښیږي، ځکه چې دوی دا زړورتیا لري چې عیسی خپل څېښتن بولي. خلک دین ته د سپکاوي د قوانینو پر بنسټ یوازې د صلیب اغوستلو په جرم زندان کې اچول کیږي. دا تصادفي تاوتریخوالی نه دی. دا د ګډوډۍ په نقاب کې نسل‌وژنه ده. “

نایجیریا د افریقا تر ټولو ګڼ مېشته هېواد او د کلتورونو او مذهبي عقایدو یوه متنوع او رنګینه ټولګه ده چې اوس تر محاصرې لاندې ده. ددې هیواد په شمالي سیمه کې ۱۲ هغه ایالتونه چې مسلمان پکې ‌اکثریت دي، شریعت پلي کیږي او له ۱۹۹۹ کال راهیسې یې پلي کوي. د بوکو حرام او فلاني وسله‌والو ډلو په څېر جهادي ګروپونه لا هم په عیسوي ټولنو باندې هدفي بریدونه کوي.

د “اوپن ډورز” په نوم ټولنه چې یوه څارونکې ډله ده، د ۲۰۲۵ کال په نړیوال لیست کې نایجیریا د هغو هېوادونو په شمیر کې اووم نمبر نیولی چې عیسویان پکې د ډیر زیات خطر سره مخ دي. دغه سازمان اټکل کوي چې د نړۍ له ۸۰ سلنه څخه زیات د عیسویانو وژل په نایجیریا کې پېښیږي.

د دې وضعېت په ځواب کې، امریکا، په نایجیریا کې له مذهبي آزادیو د سختو سرغړونو له امله دا هیواد د “ځانګړې اندېښنې هېواد” وټاکه، څو دا مسله چې د دغو ظلمونو په مخنیوي کې د حکومت ناکامي بلل شوې، روښانه کړي.

دغه پرېکړه امریکا ته واک ورکوي چې له نایجیریا سره په ګډه کار وکړي چې د تاوتریخوالي عاملین محاکمه شي، د مذهبي آزادۍ پلویان خوندي شي او تښتول شوي کسان وژغورل شي.

سفیر والز وویل: “د نایجیریا چارواکي ادعا کوي چې ترهګري بې له توپیره پر ټولو مذهبونو برید کوي، او هو، کوي یې.”

خو بیا هم، سفیر والز ټینګار وکړ چې شته شواهد ښيي چې عیسویان په غیر متناسب ډول زیات رنځ ګالي.
“موږ د یوې ایماندارې ډلې د بشپړ ورکیدو سره مخ یو. په هر ډز چې کیږي، او هرځلې چې یو انجیل سوځول کیږي.

” سفیر والز وویل. “خو د دې ناوړه حالت او شر په مقابل کې یو مشر هیڅکله سترګې پټې نه کړې. ولسمشر ټرمپ د امریکې په تاریخ کې تر بل هر ولسمشر د ځپلې کلیسا ملاتړ ته لومړیتوب ورکړی دی.”

هغه یادونه وکړه چې د مسیحیانو ساتنه سیاست نه دی بلکې یوه اخلاقي دنده ده.

XS
SM
MD
LG