Accessibility links

Breaking News

د امریکا د مالیې وزارت د ټرین ډي اراګویا سازمان په افرادو او شبکو بندیزونه لګوي


متحده ایالتونه د بهرنيو ترهګرو سازمانونو او د هغوی مالي سرچېنو په نښه کولو باندې تمرکز روان ساتلی دی. د دغو سازمانو تر ټولو ستر ټرین ډي اراګویا (TdA) ده- دا سازمان په وینزویلا کې دی خو خپل فعالیتونه یې لویدیځې نیمه کرې ته هم غځولي دي. دا سازمان په یو لړ جنايي ‌فعالیتونو کې دخېل دی، چې د نشه يي موادو قاچاق، د کډوالو قاچاق، انتقال، باج اخیستل، د ښځو او ماشومانو جنسي زبېښاک، د تورو پېسو سپینول او د پېسو په بدل کې د خلکو وژل په کې شامل دي.

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو او کنترول ادارې د تفریحي صنعت د افرادو او بنسټونو په یوې شبکې بندیز ولګوه، چې TdA ته حمایتي مواد برابرول. د وینزویلا تبعه خمیا رومینا ارایا ناوارو یوه ډي جې، لوبغاړې او موډله ده او د روسیتا په نوم هم پېژندل کېږي. باور دی چې هغه د دغه سازمان له مشر نینو ګویریرو سره د مینې او عاشقۍ رابطه لري. هغې په ۲۰۱۲ کال کې له نینو ګیریرو سره مرسته وکړه چې د وینزویلا د توکورون له زندان څخه وتښتي. روسیتا په کولمبیا کې په بېلا بېلو نایټ کلبونو کې ډي جې ده او له دې لارې د ترلاسه کېدونکي عوایدو یوه برخه یې د TdA مشرتابه ته استول کېږي.

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې د مایکوتیا په نوم د بوګوتا د وي ای پي بار او رستورانت او د بار په مشر ایرک مانیول لاندایتا هرناندیز باندې بندیز ولګوه، روسیتا دلته فعالیت کوه. همدغه راز د مالیې وزارت په وینزویلا کې د ګلوبل امپورټ سولوشن اس. ای باندې هم بنندیز ولګوه، روسیتا دلته برخواله او مشره وه.

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې، د راپور په اساس، ایرک د کولمبیا په بوګوتا کې د TdA د لوژیستک او مالیې مشر و. هغه پروګرام تنظیمول او د روسیتا په ګډون به یې نړیوال هنرمندان او ډي جی وربلل. په دغو پروګرامونو کې به د TdA لپاره مخدرات پلورل کېدل: بیا به د مخدره موادو څخه ترلاسه شوې تورې پېسې به د TdA د نیو ګیریرو او د دغه سازمان یو بل مشر موسکویرا سیرانو ته سپینې کړل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنايي ډلو په اړه د انعام ورکولو د پروګرام له لارې د موسکویرا سیرانو په اړه د هغو معلوماتو په بدل کې پنځه میلیون ډالر جایزه اعلان کړه، چې د هغه د نیول کېدو او محکوم کېدو ته لار پرانیزي.

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې همدغه راز په کینفیرسو هوسو سیویلا ارتیګا،‌چې په ال فلیپر باندې هم پېژندل کېږي، بندیز ولګوه. د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې د کولمبیا په کوکیتا کې د ال فلیپیر تر نیول کېدو پورې هغه د نینو ګیریرو ښه لاس بلل کېده. هغه د TdA مالي مشر بلل کېده او په باج اخیستو، اختطافونو او داخلي‌ وژنو کې دخېل و. د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې همدغه راز په کولمبیا کې د Yakera y Lane SAS په نوم ال فلیپر په بنسټ هم بندیز ولګوه، چې په عمده او پرچون خرڅلاو کې دخېل دی.

همدغه راز یې په وینزویلا کې د TdA د شبکو په یو شمېر افرادو او مرستیالانو باندې هم بندیزونه ولګول: ریچارد خوزه اسپینال کوینترو، نویه ماناس اپونته کوردووا او اسدروبال رافایل اسکوبار کابررا. د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې نهایتآ د نیو ګیریرو په یو ورور رافایل ایسکوبار کابریرا پالما، چې په چیلي کې د دغه سازمان د لګښتونو د هڅو مسئول و،‌ هم بندیز ولګوه.

د مالیې وزیر سکاټ بیسنت وویل: «د ولسمشر ټرمپ په رهبرۍ کې وحشي ترهګرې ډلې نور زموږ د سرحدونو په اوږدو کې په مصون ډول فعالیت نه شي کولای. د ټرین ډی ارګوا د نشه يي‌ موادو او انسانانو د قاچاقو عملیاتو له ډېر وخت راهېسې زموږ ملت ته لوی ګواښ پېښ کړی.» «د ولسمشر ټرمپ په لارښوونې به موږ هر امکان کارو چې له متحدو ایالتونو او نړیوال مالي سیستم څخه دا ترهګر لېرې کړو او د امریکا اتباع خوندي کړو.»

XS
SM
MD
LG