متحده ایالات د هغو راپورونو په اړه اندیښمن دي چې د قرغزستان پولیسو ۱۱ خبریالان نیولي چې د مختلفو خپلواکو رسنیو لپاره یې کار کاوه او یا یې د فساد په هکله د ادعاو د بربنډولو هڅه کوله.
متحده ایالات د آزادو رسنیو او ژورنالیستانو په وړاندې د قرغزستان د حکومت لخوا د وروستیو اقداماتو په اړه ژوره اندیښنه لري.
د قرغزستان د محلي رسنیو په وینا د جنوري په ۱۶، د قرغزستان پولیسو ۱۱ ژورنالیستان توقیف کړل چې د مختلفو خپلواکو رسنیو لپاره یې کار کاوه او یا یې کار کړی چې غوښتل یې په فساد کې ښکیلو قرغزي اشرافو اړوند ادعاوې افشا کړي. د جنوري په ۱۵، په پلازمینه بشکیک کې پولیسو د 24.KG په نامه د خپلواکې رسنۍ په خبري مرکز باندې برید وکړ او د لنډ وخت لپاره یې د دې رئیس او دوه لوړ پوړي مدیران توقیف او پوښتنې یې ترې وکړې. چارواکو همداشان 24.KG رسنۍ د نورو خبریالانو تجهیزات او ګرځنده تلیفونونه هم ضبط کړل، هغوی کور ته واستول او دفتر یې وتاړه.
د ختیځې اروپا او مرکزي آسیا لپاره د بې سرحده خبریالانو د ټولنې مشرې جین کیویلیر وویل: "د شکمنو تورونو پر بنسټ د نیونو دا څپې د سیمه ایز تحقیقاتي ژورنالیزم د له منځه وړلو په معنی دی."
هغې زياته کړه: "د فساد څېړنه جرم نه دى او پوليس بايد د وېرې د وسيلې په توګه ونه کارول شي."
د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې دا نیونې د «آوت آوت دیس» او «تیموروف لایف» په نامه ددې رسنۍ په ټولنیزو پاڼو باندې د هغو موادو د هپریدو په اړوند شوي چې د «عامه بلوا» غږ یې کړی.
د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د بشري حقونو اتو ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې د قرغزستان له چارواکو غوښتي چې "د خپلو نړیوالو مکلفیتونو سره سم د مطبوعاتو ازادۍ ته د هیواد د درناوي لپاره سمدستي او پرېکنده ګامونه پورته کړي" او هغه جنایي قضیې لرې کړي چې د دغو خپلواکو رسنیو پر ضد نوښت شوي دي.
په تیرو څو کلونو کې، خپلواکې رسنۍ او ژورنالیستان، بلاګران او نور چې د قرغزستان د حکومت په پالیسیو نیوکه کوي د مخ په زیاتیدونکي فشار سره مخ شوي، چې د بشري حقونو د څار سازمان په وینا په کې د سیاسي انګیزې په اساس جنایي قضیې، نیول، او بندي کول شامل دي. د خپلواکو خبري ویبپاڼو خبري ویب پاڼې په خپل سر بندې شوي او چارواکو هڅه کړې چې د رسنیو سازمانونه د دوی د خپلواک راپور ورکولو له امله وتړي، چې په دې ډله کې د آزادې اروپا/راډیو ازادۍ د قرغزي څانګې پر ضد دوسیه هم شمله ده چې په نتیجه کې یې د هغې بانکي حساب کنګل شوی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په یو بیان کې وویل: "دا کړنې د حکومت د فعالیت کړنو یوه نمونه ده او داسې ښکاري چې هدف یې د عامه بحث او د بیان د آزادۍ مخه نیول دي." هغه زیاته کړه، "موږ د قرغزستان چارواکي دې ته هڅوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې خبریالان پرته له کوم فشار او ځورونې کار کولی شي. ازاده او خپلواکه مطبوعات د بشري حقونو د ساتنې، د اغیزمنو دیموکراتیکو بنسټونو د ساتلو او د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره اړین دي.»