د مذهبي ازادۍ څخه د سرغړونکو مشخص کول

په ټوله نړۍ کې، حکومتونه او غیر دولتي عاملین د عقیدې له مخې خلک ځوروي، ګواښي، زنداني کوي او حتی وژني. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو بیان کې وویل: "متحده ایالات به د دې سرغړونو په وړاندې چپ پاته نشي." د متحده ایالاتو د مذهبي ازادۍ د ۱۹۹۸کال قانون په بنسټ ولسمشر د بهرنیو چارو وزیر ته دنده سپارلې چې هغه دولتونه د ځانګړو اندیښنو وړ هیوادونو په توګه ونوموي چې په منظم او دوامداره توګه د مذهبي ازادۍ څخه سرغړوني ګڼل کیږي.

د تیر کال د په ګوته کولو په څیر، ایران او د چین د خلکو جمهوریت دواړه د هغو هیوادونو له ډلې څخه وو چې د بهرنیو چارو د وزیر بلینکن لخوا د ځانګړې اندیښنې وړ هیوادونو په توګه نومول شوي دي.

په ایران کې مقاماتو د سوله ییزو مظاهره چیانو پر ضد د تاوتریخوالي په ترڅ کې په سلګونو کسان وژلي دي. او ملګري ملتونه وايي، د سپټمبر په ۱۶ مه د "ناسم حجاب" اغوستلو په تور د یوې ځوانې کردۍ مېرمنې مهسا امیني د نیولو او په توقیف کې د هغې د مړینې په غبرګون کې د اعتراض کوونکو له جملې څخه ۱۴۰۰۰ کسان نیول شوي دي. ملګرو ملتونو دا هم ویلي دي چې [د ایران] رژیم د بهائیانو، سنیانو، عیسویانو او ملحدانو په شمول د مذهبي اقلیتونو په نښه کولو ته زور ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د چین د خلکو جمهوریت کې "د روانې نسل وژنې او د بشریت پروړاندې د جرمونو په اړه" د متحده ایالاتو جدي اندیښنه تکرار کړه چې د چین د خلکو جمهوریت مقامات په سینکیانګ کې د اکثریت مسلمان اویغورانو او د نورو توکمیزو او مذهبي لږکیو ډلو د غړو پر وړاندې مرتکب کیږي.

پاتې نورو هیوادونه چې د ځانګړې اندیښنې وړ هیوادونو په توګه نومول شوي دي، په کې برما، کیوبا، اریتریا، نیکاراګوا، د کوریا دیموکراتیک جمهوریت، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، تاجکستان او ترکمنستان شامل دي.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن همداشان، الجزایر، د مرکزي افریقا جمهوریت، کوموروس او ویتنام د څار په ځانګړي لست کې ځای په ځای کړي چې د مذهبي آزادۍ څخه په سخته سرغړونه ښکیل دي او یا هم دا ډول سرغړونې زغمي.


برسېره پردې، ډیری نورې ډلې د ځانګړې اندیښنې وړ وپیژندل شوې، چې په کې الشباب، بوکو حرام، حیات التحریر الشام، حوثي، د لویې صحرا- داعش، د لویدیځې افریقا-داعش، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین. طالبان، او د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د واګنر ډله د خپلو کړنو په اساس په کې شامل دي.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن اعلان وکړ چې "موږ به د نړۍ په هر هیواد کې د مذهب یا عقیدې د آزادۍ وضعیت په دقت سره وڅیړو او د هغو کسانو ملاتړ به وکړو چې د مذهبي تعقیب یا تبعیض سره مخامخ دي." متحده ایالات له ټولو حکومتونو سره د لیدنې د فرضت هرکلی کوي چې د هغو قوانینو او کړنو په اړه چې د نړیوالو معیارونو او ژمنو مطابق ندي، هغه په ګوته کړي، او د دې لست څخه د ایستلو په لاره کې کوټلي ګامونه په ګوته کړي.