د لیبیا خلک لا هم سولې او دموکراسۍ ته په تمه دي

د لیبیا کړکیچ

په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازي رابرټ ووډ وویل چې متحده ایالات "په لیبیا کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو په هکله اندیښمن دي چې له سزا څخه په معافیت سره فعالیت کوي او د لیبیا په امنیت او سیاست کې پرله پسې نفوذ لري."

د فبرورۍ په ۱۵ د لیبیا د خلکو د پاڅون او د معمر القذافي د رژیم د نسکورېدو ۱۳ کاله پوره شول. خو، په پرله پسې کلونو کې، لیبیا لږه سوله ولیدله. تروریستانو پداسې حال کې هڅه وکړه چې هلته پښه ټینګه کړي چې سیاسي بې اتفاقۍ د جنګسالارانو لپاره لاره پرانستله او هیواد یې وویشه، د خاورې او تیلو د ساحو پر سر یې جګړه وکړه. ملکي وګړي د تاوتریخوالي په منځ کې ګیر پاته شول. او په ورته وخت کې، په پراخه کچه وسله والې ډلې چې د ۲۰۱۱ له انقلاب وروسته د رامینځته شویو ملیشو څخه رازیږیدلي دي، په ټول هیواد کې فعالیت کوي او په لویه کچه له کنترول وتلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو بدیل استازي رابرټ ووډ وویل، "[متحده ایالات] په لیبیا کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو په هکله اندیښمن دي چې له سزا څخه په معافیت سره فعالیت کوي او د لیبیا په امنیت او سیاست کې پرله پسې نفوذ لري."

"موږ د دې ډلو لخوا د بشري حقونو او نړیوال بشردوستانه قانون څخه د سرغړونو په اړه اندیښمن یو، چې په کې د سلګونو ملکي وګړو وژنه، ټپي کیدل یا بې ځایه کیدل شامل دي؛ همدارنګه د غیرقانوني توقیفونو تورونه چې مدني مخالفت وځپي او په مدني ټولنې بریدونه وکړي. موږ له منصفه هیت څخه غوښتنه کوو چې د دې عملونو تحقیقاتو ته دوام ورکړي او د احتمالي بندیزونو لپاره اشخاص په ګوته کړي."

د لیبیا اقتصاد تر ډېره د تېلو پر صادراتو متکي دی. په حقیقت کې، تیل د هیواد د مالي عوایدو ۹۰ سلنه برخه جوړوي. بیا هم پانګه د لیبیا په دریو تاریخي سیمو کې په عادلانه توګه نه ویشل کیږي: طرابلس، سیرینیکا او فیزان.

سفیر ووډ وویل: "موږ په پرله پسې توګه د لیبیا له مشرانو څخه غواړو چې د تیلو د عوایدو د مدیریت او ویش لپاره د شفاف، حساب ورکوونکي مساوي سیسټم پلي کولو ته ژمن اوسي."

"موږ د سیاسي او شخصي ګټو لپاره د لیبیا د تیلو عایداتو د غیر شفاف کارونې په اوه اندیښمن یو، کوم چې د اوسني سیسټم ملاتړ ته دوام ورکوي. پدې کې د پټرولیم محصولاتو غیرقانوني صادرات شامل دي، کوم چې پلاوي یې یادونه وکړه چې په ختیځ کې په یې کچه زیاته شوې ده.

په نهایت کې، دا روښانه ده چې په لیبیا کې د ټاکنو پرته د سولې راتلو ته بله لاره نشته.
سفیر ووډ وویل: "موږ د لیبیا له سیاسي مشرانو څخه غواړو چې د ملګرو ملتونو لخوا چمتو شویو خبرو ته خپل استازي ونوموي چې هدف یې د هغو اساسي مسلو حل کول دي چې لاهم د ټاکنو پر وړاندې خنډ دي."

"که چیرې د مشروع او متحد حکومت د جوړولو لپآره نور وخت هم ضایع شي نو د ملامتۍ لویه برخه به د هغوی پر اوږو وي چې د پروسې ځنډولو ته دوام ورکوي وي."
د لیبیا خلک د بدلون، پرمختګ او امید مستحق دي. دوی د دې مستحق دي چې خپل مشران وټاکي.