Accessibility links

Breaking News

شخړې او نور کړکیچونه د مهاجرینو شمیر لوړوي


په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو بدیل استازی رابرټ ووډ وویل، "پداسې حال کې چې د نړیوالو بشري مرستو بودیجې مبارزه کوي چې نړیوالې اړتیاوې پوره کړي،" موږ باید "د دودیزو بشردوستانه بسپنه ورکوونکو او سازمانونو څخه وړاندې وګورو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د عالي کمیشنر فیلیپو ګرانډي په وینا، د جګړو او تاوتریخوالي، قحطۍ، طبیعي پیښو او د اقلیم د بدلون په شمول د ډیرو بحرانونو له امله، شاوخوا ۱۱۰ میلیون خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو بدیل استازی رابرټ ووډ وایي، دا یوه لوړه شمیره ده، خو شخړو او بحرانونو ته په کتلو چې په تیرو څو میاشتو کې رامینځته شوي دا د حیرانتیا خبره نه ده،. د مثال په توګه، "د ملګرو ملتونو چارواکي په سودان کې وضعیت د نړۍ ترټولو ګړندۍ د بې ځایه کیدو بحران ګڼي".

"په اوکراین کې، د روسیې د پراخ غیرقانوني یرغل په پایله کې اوس له پنځو میلیونو څخه ډیر خلک په کور دننه بې ځایه شوي دي. او شپږ میلیونه نور [اوکراینیان] ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي."

"په بنګله دیش کې، نږدې یو میلیون روهینګیایان، چې ډیر یې د برما د پوځ له خوا په یو ظالمانه کمپاین کې له خپلو کورونو څخه ایستل شوي، د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي."

هغه وویل، "له هغه راهیسې چې اذربایجان د سپتمبر په ۱۹ په ناګورنو قره باغ کې پوځي عملیات ترسره کړل، تر ۱۰۰ زرو زیات کډوال او بې ځایه شوي کسان ګاونډي ارمنستان ته تښتېدلي دي." هغه زیاته کړه. "او په غزه کې، فلسطینیان، چې کلونه او کلونه د حماس تر ظلمونو لاندې ژوند کوي، پرته له دې چې خپله یې ګناه کړي وي، رنځیږي."

سفیر ووډ وویل: "تر کومه چې په مونږ پورې اړه لري، متحده ایالات په غزه کې د بشردوستانه بیړني حالت د حل لپاره زموږ په توان کې هر څه کوي." هغهزیاته کړه، "موږ د فلسطین خلکو ته یوازینی لوی بسپنه ورکوونکی یو چې له ۲۰۲۱ راهیسې مو له د فلسطیني مهاجرو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې UNRWA سره له یو میلیارد ډالرو څخه ډیره مرسته کړې. او تیره اونۍ ولسمشر بایډن په غزه او لویدیځه غاړه کې د فلسطین خلکو لپاره د ۱۰۰ میلیون ډالرو اضافي بشري مرستې اعلان وکړ."

سفیر ووډ وویل برسیره پردې، "د نړیوالو بشري مرستو بودیجې سره چې د نړیوالو اړتیاو د چټک حالت سره مبارزه کوي" موږ باید "د دودیزو بشردوستانه بسپنه ورکوونکو او سازمانونو څخه بهر د پراختیایي ادارو، خصوصي سکتور، او مدني ټولنې فعالینو پراخ ایتلاف ته وګورو ترڅو موږ وکولی شو بشردوستانه او د کډوالو بحرانونو ته په دوامداره توګه ځواب ووایو."

"د سږکال [د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې] د لوړې کچې اونۍ په جریان کې، متحده ایالاتو د نړیوال اقتصادي فورم سره په ګډه د بشردوستانه او پرمختیایي سازمانونو، تمویل کونکو او کوربه حکومتونو، پراختیایي مالي موسسو، بنسټونو، پانګوالو، او شرکتونو څخه وغوښتل چې ګډه د ۱۰ میلیارد امریکایی ډالرو پانګې د راټولولو لپاره هڅه وکړي."

سفیر ووډ وویل: "د عمل لپاره دا غږ زموږ د هڅو بنسټ جوړوي چې له نویو شریکانو سره کار وکړي، او د اوږدمهاله بشردوستانه حالاتو د حل لپاره د دپلوماسۍ څخه ګټه پورته کړي."

"موږ نور نشو کولی د ۲۱ پیړۍ ستونزو لپاره د شلمې پیړۍ په حل لارو تکیه وکړو. موږ نویو لارو ته اړتیا لرو. او زه پوهیږم چې موږ کولی شو هغه پیدا کړو."

XS
SM
MD
LG