د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (یو ایس اېډ) پدې وروستیو کې داسې نوې تګلاره اعلان کړه چې له مخ یې د نږدې دوه لسیزو دیموکراتیک شاتګ وروسته د نړۍ په کچه ډموکراتیکې حکومتولۍ ته په اغېزناکه توګه وده ورکړي.
د ډموکراسۍ، بشري حقونو او حکومتولۍ په برخه کې ددې ادارې مرستیالې شینن ګرین دا نوې پولیسي داسې تشریح کړه:
"دا موږ ته د [ډموکراسۍ، حقونو او حکومتولۍ] پر وړاندې د زیاتېدونکو ګواښونو د مخنیوي د مبارزې لپاره اساس برابروي، او د هغې ثابتې پانګونې، بنسټونو او لوبغاړو ملا تړي چې د ډموکراسۍ پر پښو درولو لپاره خورا اړین دي."
د یو ایس ایډ مدیرې سمانتا پاور ددې پالیسۍ په اړه په یو وروستي بیان کې وویل چې د ډیموکراسۍ د زوال مخنیوی ناشونی ندی:
"موږ دا د خلکو په انساني طبیعت کې ګورو چې غواړي خپل برخلیک پخپله وټاکي... دا نړیواله غوښتنه ده چې خلک غواړي خپلې پرېکړې پخپله وکړي، د بدمرغیو او جبر په وړاندې غبرګون ښيي او له وقار سره ژوند کړي. او له هرڅه وړاندې د خپلو ماشومانو لپاره هم همدا غواړي. دا واقعیا هغه ځواکمنتیا ده چې د زوراکو جبر ننګوي او باید کمه ونه ګڼل شي."
مېرمن پاور وویل، د نوې ډموکراسۍ، حقونو او حکومتولي پالیسي به په ټوله نړۍ کې د ډیموکراسۍ د لومړۍ کرښې مدافعینو لپاره د یو ایس اېډ روان ملاتړ عصري کړي او پخپله اډانه کې به د ډیجیټلي زورزیاتي سره مبارزه هم ونغاړي.
هغې وویل: "موږ د وکیلانو، قاضیانو، قانون جوړوونکو او څارونکو ادارو سره کار کوو ترڅو د ټکنالوژۍ کارولو په مټ ملي ستراتیژیو او معیارونو ته وده ورکړل شي. موږ د هغو نوښتونو ملاتړ کوو چې د منتختو مشرانو لخوا د ټکنالوژۍ او انفرادي معلوماتو د کارولو په اړه روڼتیا رامنځته کوي."
پاور وویل چې د ډموکراسۍ، حقونو او حکومتولي پالیسي یوه مهمه برخه د داسې نوښتونو ایجادول دي چې ډموکراتیکو نورمونو ته د درناوي سیاسي کلتور رامنځته کوي.
"یوازې د صداقت، ایماندارۍ او حساب ورکونې کلتور د بنسټونو د پیاوړتیا سبب کیږي او مطلوبې تلپاتې اغیزې لري. د قانون حاکمیت هغه وخت پلی کیږي چې قاضیان بې طرفه وي، واکمنان په ټاکنو کې رښتینې سیالۍ ته اجازه ورکړي، او د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې د خلکو ارادې ته احترام وشي."
یو ایس اېډ د هغو سازمانونو سره همکارۍ ته ژمن دی چې د ډموکراتیکې حکومتوالۍ د پیاوړتیا په هدف د باخبره، ریښتینو او سوله ایزو خبرو اترو د ودې لپاره کار کوي.