د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د ویجاړونکې زلزلې له قربانیانو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.
لومړني راپورونه ښیي چې د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۳ نیټه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه اعلامیه کې ویلي، "د افغانستان خلک له غیر معمولي کړاو سره مخ دي او دغه طبیعي ناورین موجود ناوړه بشري وضعیت نور هم سخت کړ. د متحده ایالاتو د بشردوستۍ د چارو شریکان لا دمخه د روغتیایي ټیمونو په لیږلو سره اقدام کړی چې د اغیزمنو خلکو سره مرسته وشي، او موږ د غبرګون نور انتخابونه ارزوو." د جون په ۲۸مه، متحده ایا له زلزلې وروسته د بیړنیو بشردوستانه اړتیاو د پوره کولو او په ټول افغانستان کې د پراخو بشري اړتیاوو لپاره نږدې ۵۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.
دا وروستۍ زلزله د افغانانو د بدبختۍ یوازینی لامل نه دی. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروسټۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال مارتین ګریفیتس یادونه وکړه چې د تیر اګست په میاشت کې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې ډراماتیکو بدلونونو بې ساري بشري کړاوونه رامنځته کړي دي. اوس په افغانستان کې ۲۵ میلیونه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله دوه چنده زیات دي. سربیره پردې، د طالبانو له خوا د کابل د نیولو راوروسته د بشري حقونو وضعیت په ویجاړونکي سرعت سره خراب شوی دی.
په غونډه کې، د سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې سلاکارې ترینا ساها اوسنی وضعیت "د افغانستان لپاره یوه خطرناکه شیبه" وبلله او وویل "د رسنیو د غړو لپاره د کار کولو فضا په تنګیدو ده، پداسې حال کې چې د مذهبي او توکمیزو اقلیتونو د غړيو په وړاندې ګواښونه مخ په زیاتیدو دي." هغې زیاته کړه، " په ټوله نړۍ کې عامو خلکو هغه فرمانونه غندلي دي چې طالبانو ښځې او نجونې له عزت څخه بې برخې کړي دي،" او همداشان له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته یې د هغوی لاسرسي بند کړی او پر هغوی یې د جامو او سفر کولو سخت مقرارات پلي کړي دي.
متحده ایالات د افغانانو سره د بشردوستانه مرستو تر ټولو لوی تمویل کونکی هیواد دی، او د تیر اګست راهیسې یې د خپلو بشردوستانه چارو د شریکانو له لارې د څه د پاسه ۷۷۵ میلیون ډالره مرستې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې سلاکارې ساها، د نړیوالې ټولنې له نورو غړو وغوښتل چې خپلې بشري مرستې ګړندۍ کړي. هغې اعلان وکړ چې: "متحده ایالات تل د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي."