Accessibility links

Breaking News

طالبان د ښځو حقونه محدودوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نيډ پرایس وایي طالبان په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د ناکامۍ او اقتصادي بحران د حل په ځای، د ښځو په وړاندې خپلو ظالمانه پالیسو پلي کول روان ساتلي دي.

ښاغلي پرایس له هغه وروسته دا څرګندونې کولې چې د مۍ په میاشت کې طالبانو یو فرمان صادر کړ چې په کې له ښځو غوښتل شوي چې په عام محضر کې خپل مخونه پټ کړي او داسې برقې واغوندي چې سرترپایه په کې پټې وي. دا فرمان د طالبانو له لوري یوه بله اشاره ده چې بېرته په ښځو باندې هماغو کلکو بندیزونو ته مخه کوي چې دوې لسیزې مخکې یې په خپلې واکمنۍ کې پرې لګولي وو. فرمان په ښځو ټېنګار کړی چې له ضروري کارونو پرته له کورونو څخه ونه وځي او هغه ښځې چې د حجاب فرمان ته پام نکوي، نارینوو ته به یې سزا ورکول کېږي.

تر دغه فرمان مخکې، د مارچ په ۲۳مه نېټه طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته نجونې له تعلیم څخه محرومې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرایس د ښځو په وړاندې د طالبانو د وروستیو تګلارو په اړه د نړیوالې ټولنې له ډېرو غړو سره خپله «ژوره اندېښنه» څرګنده کړه.

د امریکا د بیا پخلاینې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تامس ویسټ په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د ښځو په اړه د طالبانو تګلارې د بشري حقونو سپکاوی دی چې له نړیوالې ټولنې سره به یې په اړیکو باندې منفي اغیز وکړي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش وویل چې د طالبانو په فرمان «حیران» شوی او هغه په طالبانو فشار راوړ چې «د افغان ښځو او نجونو په اړه خپلې ژمنې» په ځای کړې.

ښاغلي پرایس دا خبره یاده کړه چې د اګست په میاشت کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، طالبانو نړیوالې ټولنې او تر ټولو مهمه دا چې له افغانانو سره ژمنه کړې وه چې د ښځو او نجونو حقونو ته به درناوی کوي.

نوموړي وویل چې متحده ایالتونه به له خپلو ایتلافیانو او شریکانو سره یو ځاي کار کوي چې په خپلو ژمنو کې د پاتې راتللو له کبله په طالبانو فشار زیات کړي. هغه وویل: «موږ دا مسئله مستقیمآ طالبانو ته یاده کړې ده.» هماغسې چې د مۍ په اتمه سفیرې لیندا توماس سي ان ان ته وویل چې، «موږ د افغان ښځو د حمایت لپاره هر هغه څه کړي چې زموږ په وس کې وو او موږ به په طالبانو باندې د هغوی د اعمالو له کبله فشار روان ساتو.» هغې وویل چې دا له افغان ښځو سره د امریکا د مرستو څرګندوی دی چې مخ په وړاندې ولاړې شي.

ښاغلي پرایس زیاته کړه چې په پدې حال کې متحده ایالات د افغانستان له خلکو سره لوی بشري مرسته کوونکی دی او «موږ به ان د طالبانو له پاتې راتلو سره سره [مرستو ته] ادامه ورکوو او هر څه چې کولای شو، کوو.... چې له افغانو سره په داسې ډول مرسته وشي چې طالبانوته یې ګټه ونه رسيږي..»

XS
SM
MD
LG