ولسمشر بایډن وویل، "د متحده ایالاتو او چین اړیکې په ټوله نړۍ کې ترټولو مهمې اړیکې دي. او دا چې موږ د یو بل سره څه ډډول تعامل کوو، دا په پاتې نړۍ اغیزه کوي."
ولسمشر جو بايډن او د چين ولسمشر شي جين پينګ د اسيا ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ د سرمشريزې په څنډه کې سره وکتل چې ښایي د دوی ترمنځ وروستۍ غونډه وي. ولسمشر بایډن د شي سره تر خبرو دمخه وویل: "زموږ ترمنځ اړیکې په ټوله نړۍ کې ترټولو مهمې دي. او دا چې موږ د یو بل سره څه ډډول تعامل کوو، دا په پاتې نړۍ اغیزه کوي."
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ددې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، دواړو مشرانو "په هغو برخو کې چې موږ پرمختګ کوو او په هغو برخو کې چې ژور اختلافات لرو په دواړو برخو پراخې خبرې وکړې... اړ دواړو خواو د مخامخ او سختو خبرو اترو څخه چې دواړه خواوې پرې موافق نه دي، ډډه ونکړه."
د مسلې یوه برخه روسیې ته د کوریا د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت د سرتیرو د لیږلو خطرناک پرمختګ و چې د اوکراین په وړاندې د پوتین په جګړه کې مرسته وکړي؛ بل د کوريا جمهوريت پر وړاندې د کوریا د خلکو د دموکراتیک جمهوریت (شمالي کوریا) مستقیم اروونکي عمل و. ولسمشر بایډن دې ته اشاره وکړه چې د کوریا جمهوریت باید د کوریا د خلکو دموکراتیک جمهوریت په وړاندې د خپل نفوذ څخه کار واخلي ترڅو د شخړې د لا پراخیدو مخه ونیسي. د ملي امنیت سلاکار سلیوان وویل، "دا ساده نده چې یواځې وویل شي ..."واقعیا هیڅ شی نشته چې موږ یې په اړه واقعیا څه وکولای شو."
د بحث بله جنجالي مسله د ملي امنیت په اپلکیشنونو سره په پرمختللو نیمه کنډکټرونو باندې د متحده ایالاتو د صادراتو د کنټرول موضوع وه. پداسې حال کې چې ولسمشر شي د کنټرولونو په اړه خپلې اندیښنې راپورته کړې، ولسمشر بایډن د متحده ایالاتو د پالیسۍ دلیل پیاوړی کړ، چې د ملي امنیت سلاکار سلیوان وايي، "د امریکا ملي امنیت یې خوندي کړی او زموږ د نوښت څرنګوالی یې لوړ کړی، او موږ به یې ددې دورې تر پایه ملاتړ ته دوام ورکړو... او موږ به راتلونکي ټیم ته دفاع وکړو چې هغوی هم دا پالیسي پرمخ بوزي."
په هغو برخو کې چې دواړو هیوادونو پرمختګ کړی او پکې د دوی ګټې هم په پام کې نیول شوي، د سلاکار سلیوان په وینا د احتمالي غلطو محاسبو د مخنیوي لپاره د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمنځ د اړیکو دوام، د مخدره توکو سره مبارزه، اقلیم او د مصنوعي استخباراتو اړوند مسایل شامل دي. دواړو مشرانو د مصنوعي استخباراتو د سیسټمونو خطرونو ته د رسیدو په اړتیا ټینګار وکړ او دواړو موافقه وکړه چې د اټومي وسلو د کارولو لپاره د هرې پریکړې په اړه باید بشري کنټرول شتون ولري.
ولسمشر بایډن، د ملي امنیت سلاکار سلیوان وویل، هوډ لري چې د متحده ایالاتو د تلوونکو او راتلونکو ادارو ترمنځ د لیږد اوسنۍ دوره اسانه وي، ترڅو د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا اړیکې نوې ادارې ته "په باثباته شرایطو انتقال شي." ... هغه وویل، دواړه مشران یو مکلفیت لري چې، د هغه په وینا "دا کار وکړي."