Accessibility links

Breaking News

ماشومان باید د وسله والو شخړو او بشري حقونو له سرغړونو وژغورل شي


وسله والې جګړې پر ماشومانو ناوړه اغیزه لري. د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې چې د جولای په ۱۸ خپور شو، په ۲۰۲۱ کال کې د ماشومانو په وړاندې ۲۳۹۸۲ جدي تائید شوي سرغړونې شوې وې، چې نږدې یو پر درېیمه برخه قربانیان یې نجونې دي. په تیر کال کې د ماشومانو تښتول او پر وړاندې یې جنسي تاوتریخوالی ۲۰ سلنه زیات شوی، چې د جنسي تېري او نورو ډولونو جنسي سرغړونو ژوندي پاتې ۹۸ سلنه یې نجونې دي.

د ځانګړي سیاسي چارو لپاره د متحده ایالاتو لوړ پوړي سلاکار سفیر جیفري ډی لورینتس وویل:

"د ماشومانو او وسله والو شخړو د سږکال کلنی راپور یو ژور انځور وړاندې کوي چې شخړې څنګه پر ماشومانو اغیزه کوي."

هغه یادونه وکړه: «په ایټوپیا کې په زرګونو ماشومان له خپلو کورونو څخه په زور ایستل شوي، له خپلو کورنیو څخه جلا شوي او له جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.»

په ورته ډول په یمن کې، شخړې "ماشومانو ته د یو خورا لوی رنځ لامل شوی، چې په کې بشردوستانه چارو ته نه لاسرسی، د ماشومان وژل کیدل، معیوبیدل، د جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ کیدل، استخدام کیدل او په جګړه کې کارول شامل دي."

سفیر ډی لورینتس وویل، بیا د اوکراین په وړاندې د روسیې وحشیانه او عمدي جګړه ده، چې "په ماشومانو باندې په برید کې یو بل تیاره فصل اضافه کړی دی."

"په اوکراین کې ماشومان مخ په زیاتیدونکي خطر سره مخ دي ځکه چې د روسیې ځواکونو په ډیری روغتونونو او ښوونځیو برید وکړ. د راپورونو له مخې د روسیې ځواکونو له یو ملیون څخه ډیر اوکرایني ملکي وګړي په زوره روسیې انتقال کړي چې ۲۶۰۰۰۰ یې ماشومانو دي. پدې ترڅ کې د ماشومانو د حقونو لپاره د روسیې کمیشنر د کریملین له خوا نوې هڅه پیل کړې چې دننه په روسیه کې اوکرایني ماشومانو په فرزندۍ ومنل شي.

ددې تر څنګ، یو څه ښه خبرونه هم شته. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د مرکزي افریقا جمهوریت، کولمبیا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ګډون په څو هېوادونو کې ۱۲۲۱۴ ماشومان د وسله والو ډلو له منګولو ازاد شوي دي. په ورته وخت کې، په شمالي ایتوپیا کې بشردوستانه اوربند هڅوونکی دی، لکه څنګه چې په یمن کې اوربند دی. هیله دا ده چې ټولې خواوې د تاوتریخوالی له مهلت څخه ګټه پورته کړي ترڅو د دوامدار اوربند په لور خبرې اترې پرمخ ولاړې شي.

سفیر ډی لورینټیس وویل، په هرصورت "دا روښانه ده چې موږ د جګړو له اغیزو څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره کافي کار نه دی کړی...کله چې موږ د ماشومانو د ساتنې لپاره ګامونه پورته کوو، موږ د خپل ټولیزه راتلونکې ژغورو او ساتو، او په فعاله توګه په دوامداره توګه د شخړو د پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کوو. د ماشومانو ساتنه د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره یوه مهمه برخه ده.»

XS
SM
MD
LG