Accessibility links

Breaking News

په برما کې په ازادو رسنیو برید


د امریکا متحده ایالات د امریکایي ژورنالست نتان ماونګ د خوشې کیدو هرکلی کوي چې د مارچ په نهمه نیول شوی و او څو میاشتې د برما په زندان کې بندي و. ماونګ د کمایوت میدیا په نامه د خبري ویبپاڼې بنسټ ایښوونکی او مسول مدیر دی. د هغه برمایي همکار او ددې ویبپاڼې مرستیال بنسټ ایښوونکی هنتار نیین لا هم په زندان کې دی او پداسې حال کې د غلطو معلوماتو په خپرولو تورن شوی چې په برما کې د خپلواکو رسنیو سخت ځپل روان دي.

سره له دې چې نتان ماونګ خوشې او متحده ایالاتو ته راستون شوی بل امریکایي دانیل فنستر په برما کې لاهم بندي دی. فنستر د فرونټیر میانمار په نامه خبري او تجارتي مجلې ته کار کوي. هغه د مۍ په ۲۴ بیرته متحده ایالاتو ته د کورنۍ د لیدلو لپاره راروان و چې د برمایي مقاماتو له خوا په هوایي ډګر کې ونیول شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یو خبري کنفرانس کې د برما پر پوځي رژیم غږ وکړ چې دانیل فنستر په امن متحده ایالاتو ته راستون شي.

د متحده ایالاتو د اتباعو بندیانول په برما کې د پوځي کودتا وروسته د ژورنالستانو د نیولو څپه ده چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه یې واک ترلاسه کړ. د ژورنالستانو د ژغورنې کمیټې د رپوټ په اساس د رسنیو په لسکونو غړي بندیان دي چې د امنیتي ځواکونو له لورې د هغوی پر دفترونو باندې د یرغل او یا د رژیم ضد اعتراضونو په اړه یې د راپورو ورکولو په وخت نیول شوي دي چې د کودتا وروسته په ټول هیواد کې روان وو.

د خبریال اونګ کیاو او مین نیو په ګډون یو شمیر برمایي ژورنالستان پدې وروستیو کې پوځي محکمو د مجازاتو د هغه قانون په اساس د دوو نه تر درې کالو بند په سزا محکوم کړي دي چې د معلوماتو خپرول جنایت ګڼي چې د امنیتي ځواکونو یا ملکي مامورینو په برخه کې د حکومت په وړاندې نارضایتي رامنځ ته کړي.

سربیره پر دې پوځي مقاماتو د خبري سازمانونو جوازونه لغو کړي او انټرنیټ ته لاسرسی یې محدود کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرایس وویل چې ازاده او ناپیلې میډیا «د سوکاله، غزیدونکې او ازادو ټولنو د ایجادولو لپاره ارزښتناکه ده.»

«په وروستیو ورځو کې مونږ د پوځي حکومت ډله [جنټا] ولیدله چې د بیان د ازادۍ، د ټولنو د ازادۍ د خفه کولو هڅه کوي،» هغه زیاته کړه، «او هغوی دا کار کوي او پوهیږي چې یواځې د برمایانو د غوښتنې په ځپلو سره ښایي دوی وتوانیږي چې په ظاهره تر یوه حده کنترول تر لاسه کړي.»

ښاغلی پرایس وایي، «مونږ به د ټولو هغو ژورنالستانو په قضیې فشار راوړو چې په غلطه توګه په برما کې نیول شوي او د خپلو دندو د ترسره کولو پرته یې بل څه ندي کړي او پوهیږي چې د هغوی دندې د برما د خلکو د بیان د ازادۍ ساتل دي.»

XS
SM
MD
LG