د سعودي عربستان د بشري مرستو کارکونکی عبدالرحمن ال صدهان د تروریزم ضد محکمې له خوا په ۲۰ کاله بند او ۲۰ کاله سفر نه کولو محکوم شو. د رپوټونو له مخې هغه د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۱۲ په پایتخت ریاض کې د سره صلیب په دفتر کې د کار پر وخت توقیف شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا متحده ایالات، صدهان ته په سزا ورکولو اندیښمن دي. «مونږ به له نژدې د هر ډول غوښتنو له لارې ددغې دوسیې څارلو ته دوام ورکړو. لکه څنګه مو چې په هره کچه د سعودي چارواکو ته ویلي د بیان ازادي باید هیڅکله هم د مجازات وړ سزا ونه ګڼل شي.
د بشري مرستو د کار کوونکي خور اریج الصدهان چې د امریکا تابعیت لري د خپل ورور د خلاصون په هلو ځلو بوخته ده او وایي عبدالرحمن له کوم خبرداري او د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ پورې د هغه پر ضد د کوم تور له لګولو پرته بندي کړای شوی دی.
د بایډن-هاریس ادارې د سعودي عربستان د بشري حقونو د ریکارډ پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی او له ریاض څخه یې غوښتي چې سیاسي بندیان خوشې کړي. د سعودي عربستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د وروستي رپوټ له مخې محلي فعالین او د بشري حقونو ډلې ادعا کوي چې په سعودي کې د هغو کسانو په ګډون چې د رپوټونو له مخې پرته له کوم تور له اوږدې مودې راهیسې توقیف دي، په «سلګونو» او یا «په زرګونو» سیاسي بندیان شته.
د ۲۰۲۰ کال د بشري حقونو رپوټ څرګندوي چې لږ تر لږه ۱۹۲ کسان د فعالیت، د حکومتي مشرانو او یا پالسیو باندې د انتقادونو، پر اسلام او یا مذهبي مشرانو باندې د اعتراض یا د جدي انټزنیټی لیکنو په وجه رایف بدوي، محمد القحطاني، نعیمه عبدالله المطرود، ماها الرافیدي، امان النفیجان، ولید ابوالخیر او نسیمه الصدا او نور په کې شامل دي، زنداني شوي دي.
په ۲۰۲۱ کې یو څه پرمختګ شوی دی. په فبرورۍ کې د سعودي د ښځو د حقونو فعاله لجین الهذلول د دریو کالو زنداني کیدو وروسته خوشې کړای شوه. پر هغې د سفر کولو بندیز لګیدلی. لجین چې په سعودي عربستان کې د ښځو د موټر چلولو د قانوني کیدو د کمپاین کوونکې په توګه مشهوره ده، د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کې د یو شمیر نورو فعالینو سره یوځای یوازې څو اونۍ دمخه له هغې زنداني شول چې د سعودي حکومت د ښځو پر موټر چلولو بندیز لېرې کړ. همداشان دوه سعودي فعالین بدر الابراهیم او صالح الحیدر چې د متحده ایالاتو تابعیت لري هغوی هم په مشروطه توګه خوشې شول، خو د تروریزم ضد محاکمه یې پاته ده. درېیم سعودي فعال چې امریکایي تابعت لري ډاکتر ولید فتیحي دی د بند موده یې کافي وګڼل شوه، خو لا هم د سفر کولو او جایداد بندیزونو سره مخ دی.
ویاند پرایس وایي د امریکا متحده ایالات «به د سعودي عربستان سره په خپلو اړیکو کې د بشري حقونو رول په پرله پسې توګه په پام کې ونیسي او قانوني اصلاحات به وهڅوي چې د ټولو وګړو بشري حقونو درناوی وشي.»