د جولای په څلورمه د امریکا متحده ایالات د یو ملت په توګه د خپلې خپلواکۍ ۲۴۵ کلیزه نماځي. دا د ۱۷۷۶ کال د هغې ورځې یادښت دی چې د بریتانیا ۱۳ مستعمرو د خپلواکۍ اعلامیه لاس لیک کړه او د سترې بریتانیا څخه جلا شول.
د انګلیستان له سلطنیت سره د اړیکو د شلولو تصمیم د کلونو راهیسې تر کار لاندې و، خو بالاخره د دوو یو شان غیر مرتبطو خو سره پیچلو انګیزو په وجه ونیول شو. لومړۍ انګیزه پر مستعمرو باندې د خورا سخت کنترول د پلي کولو زیږنده وه. دوهمه انګیزه، پر مستعمرو باندې پدې هدف د مالیاتو وضع کول وو چې د انګلیستان د تاج او تخت ستر پورونه پرې ادا کاندي. ددغو پورونو زیاته برخه د فرانسې او هند د ۱۷۵۴ کال د جګړې له کبله وه. انګلیستان د پیړیو په اوږدو کې په وار وار د فرانسې سره په جګړو بوخت و.
د ۱۷۶۴ کال له پیل نه، د انګلیستان پارلمان د مالیاتو په وضع کولو پیل وکړ په ځانګړې توګه پدې نیت چې د مستعمرو څخه پیسې ترلاسه کړي، لومړی یې په بورې او بیا د خوراکي توکیو تر څنګ ورځپاڼو، څخه نیولې بیا تر شیشې، حقوقي اسناد، رنګ او چای په کې شامل شول. د هرې نوې مالیې د وضع کولو په وړاندې په منظمه توګه اعتراض کیده.
په تدریجي توګه مالیات دردونکي وو او پیل شوې مظاهرې هم له تاوتریخوالي ډکې شوې او د حکومت غبرګون ورځ تر بلې نور هم جدي شو. په ځانګړې توګه وضعیت د باستن په ښار کې تریخ شوی و. چاړه هغه وخت هډوکي ته ورسیدله چې د بریتانیا پارلمان د ۱۷۷۵ کال په فبرورۍ کې د باستن بندر وتړه. د باستن ښار جګړې ته تیار شو. خو بیا هم د د امریکا د انقلاب جګړه د ۱۷۷۶ کال د جولای تر څلورمې په رسمي توګه پیل نشوه، که څه هم چې [د انګلیس پر ضد] لومړۍ جګړه د ۱۷۷۵ کال د اپریل په ۱۹ د باستن ښار په لویدیځ کې پیل شوی وه.
د انقلاب په نتیجه کې د متحده ایالاتو نویو راپورته شویو مشرانو د بریتانیا د حکومت بد چلند ته متوجه وو. د ازاد فکرۍ او روښانفکرۍ په ارمانونو باندې په ولاړې واکمنۍ سره هغوی د حکومت او رعیت ترمنځ عرفي اړیکو د سمبالولو فکر درلود.
د لوړې طبقې له لورې په ښکته خلکو باندې حکومت کول چې د حاکمې طبقې میراث و د ایالتي او ملي چارواکو د انتخاب په اصل باندې واوښت. په محلي او ایالتي حکومتونو کې عادي اوسیدونکو مهم رول ولوباوه او هر څومره چې زیاتو خلکو د رای کولو حق ترلاسه کړ سیاسي مشارکت هم زیات شو. د یوې لسیزې په ترڅ کې دغې مفکورې په ټوله نړۍ کې دموکراتیک او خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګونه حرکت ته وهڅول.
تامس جفرسن، چې وروسته د امریکا درېیم ولسمشر شو، د خپلواکۍ په اعلامیه کې چې د بریتانیا څخه د انګلیس [انګلیس په امریکا کې] د مستعمرو د جلا کیدو تصمیم یې په کې ذکر کړی داسې لیکلي: "څرنګه چې د بدو چلندونو او په زور د هیوادوالو د حقونو د غوښتنې اوږده لړۍ ددې نه بدلیدونکې طرحې پرمخ بیول په ډاګه کوي، چې هغوی تر استبداد او مطلقه حکومت لاندې راشي، دا د هغوی حق دی، د هغوی دنده ده چې دا ډول حکومت ړنګ کړي."