مخ په زیاتیدونکي شواهد د ښځو د برابرۍ او پیاوړتیا او د یو هیواد د ثبات ترمنځ مستقیمه اړیکه په ډاګه کوي. خو دا هغه اړیکه ده چې د ایران رژیم یې له منلو انکار کوي.
د تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د ایران د "اخلاقي پولیسو" په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته، چې د ایران د اسلامي جامو له مقرراتو څخه د سرغړونې په تور نیول شوی وه، په دې هیواد کې پراخ لاریونونه پیل شول. په زرګونو خلک چې میرمنو یې مشري کوله خو د خپلو میړونو، زامنو، وروڼو او ملګرو سره یوځای د امیني د مړینې او د هغه فرمان په وړاندې سړکونو ته راوتلي وو چې ښځې د ویښتانو او د بدن د پټولو لپاره حجاب ته اړ باسي. دا مظاهرې، پدې شعارونو سره "ښځې! ژوند! ازادي!» د رژیم د فساد، ناسم مدیریت او جبر په وړاندې په لاریونونو واوښتې. دا په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د تاسیس راهیسې د دولت په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه وه.
ایراني مشرانو په موقتي توګه د اخلاقي پولیسو ګزمې ودرولې؛ خو د مظاهره چیانو په وحشیانه ځپلو سره: ۵۰۰ کسان ووژل شول. شل زره بندیان او لږ تر لږه ۷ تنه اعدام شول.
اوس، د مهسا امیني د نیولو له کلیزې څخه دوه میاشتې دمخه، د پولیسو مقاماتو اعلان وکړ چې په "سمدستي توګه" دوی به په کوڅو کې ګزمې پیل کړي چې لومړی خبرداری ورکړي او بیا هغه میرمنې ونیسي چې د جامو لپاره د مقرراتو په ماتولو ټینګار کوي. دا اعلان د دې کال په پیل کې د مقاماتو له خوا د هغو سوداګریو د بندولو له اقداماتو وروسته کیږي چې پیرودونکو ته د خدمت کولو پر وخت یې حجاب نه و مراعت کړی. سربیره پردې، د هنرمندې آزاده صمدي په شمول یو شمیر مشهورې ښځې د ناسم حجاب په خاطر د قانون ماتولو له امله محاکمه شوي.
متحده ایالات په ایران کې د اجباري حجاب په اړه د ښځو پر وړاندې د نویو اقداماتو په خاطر اندېښمن دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر وویل: «داسې ښکاري چې رژیم له وروستیو مظاهرو څخه هیڅ څه نه دي زده کړي.»
د متحده ایالاتو د ملي امنیت د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکی جان کربي اعلان وکړ: "ایرانی میرمنې باید د خپل ځان لپاره پریکړه وکړي چې دوی څنګه خپله عقیده رعایت کوي او څنګه په عامه ځایونو کې جامې واغوندي." هغه یادونه وکړه چې متحده ایالاتو دمخه د ایران د اخلاقي پولیسو او نورو ادارو په غړو بندیزونه لګولي چې د ایران له خوا په هغه وحشیانه ځپنه کې ښکیل دي چې د لاریون کونکو د مړینې او ټپي کیدو لامل شوي. کربي وويل: "که موږ باور ولرو چې پر رژيم د لا زيات فشار راوړلو لپاره بايد نور ګامونه پورته کړو. دا کار به وکړو."