Accessibility links

Breaking News

اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي لومړیتوب


د هرچا لپاره د یو ښه او باثباته راتلونکي د ترلاسه کولو په هڅه کې، ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ کې ۱۷ یو له بل سره تړلي، پایښت لرونکي پراختیایي اهداف ترتیب کړل چې تر ۲۰۳۰ کال پورې ترلاسه شي.

په دې لیست کې شپږم د ټولو لپاره د اوبو او حفظ الصحې شتون او د هغه د دوامداره مدیریت ډاډ ترلاسه کولو اړتیا ده. دا ځکه چې د ټولو لپاره د څښاک پاکې اوبه او ښه نظافت د سالم ژوند او هوسا ټولنې بنسټ دی.

تر اوسه، د نړیوال روغتیا سازمان او یونیسف د ګډې څارنې پروګرام له مخې، پاکو اوبو ته د لاسرسي کچه خورا ورو مخ په پراخیدو ده، نن ورځ، نږدې دوه میلیارده خلک ډیر امکان لري چې تر ۲۰۳۰ پورې حتی اساسي اوبو ته هم لاسرسی ونلري.

متحده ایالات، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې یا USAID له لارې ژمن دي چې د خپلو شریکو حکومتونو او سازمانونو سره کار وکړي ترڅو تر ۲۰۳۰ پورې د هرچا لپاره د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې هدف ته د رسیدو لپاره دا چې موږ اوس چیرته یو او باید چیرته واوسو ترمنځ د خلا په کمولو کې مرسته وکړي. د هغو دوه میلیارد خلکو ډیره برخه چې حتی احتمال لري د اوبو اساسي اړتیا ته به هم لاسرسي ونلري یوازې په ۲۱ هیوادونو کې ژوند کوي.

د نومبر په ۱۵، USAID د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره د خوندي او انعطاف وړ اوبو، نظافت او حفظ الصحې مرستې لپاره د هغو هیوادونو کلنی لیست خپور کړ چې په لوړ لومړیتوب کې راځي.

کله چې د لوړ لومړیتوب لرونکو هیوادونو کې هغه سیمې په نښه شوې چې تر ټولو زیات پاکو اوبو او حفظ الحې ته د لاسرسي لپاره پانګوونې ته زیاته اړتیا لري، USAID به د حکومتونو، مدني ټولنې، مذهبي سازمانونو او خصوصي سکتور سره د اوبو خوندیتوب او د هغې د پایښت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

سږ کال د لوړ لومړیتوب لرونکي هیوادونه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، نایجیریا، ایتوپیا، نیپال، ګانا، ګواتیمالا، هایټي، هند، اندونیزیا، کینیا، لایبریا، ماداګاسکر، مالي، موزمبیق، فیلیپین، روانډا، سینیګال، جنوبي سودان، یوګانډا، زامبیا، او تنزانیا دي. همدارنګه د ستراتیژیک لومړیتوب هیوادونه او د اردن او لبنان سیمې، او لویدیځه غاړه او غزه په کې شامل دي.

دا لومړیتوب او نومونه د متحده ایالاتو د حکومت اوبو د نړیوالې ستراتیژۍ برخه ده. د ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د اوبو نړیواله ستراتیژي په لومړي ځل اعلان شوه، په تیرو څلورو کلونو کې د USAID مالي مرستو په ټوله نړۍ کې د ۱۵.۵ میلیون خلکو سره مرسته کړې چې د څښاک دوامداره اوبو ته لاسرسی ومومي او ۱۴.۸ میلیون خلک دوامداره روغتیا ساتنې ته لاسرسی ومومي.

د څښاک پاکې اوبه د سالم ژوند او سوکاله ټولنې بنسټ دی. پاکو اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي په برخه کې پانګونه کولی شي بې له شکه اقتصادي او د عامه روغتیا ګټې ولري. امریکا مرستې ته چمتو ده.

XS
SM
MD
LG