د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې کله چې روسیې د اوکراین پر کریمیه جزیرې یرغل وکړ او بیا یې د اوکراین په ختیځ کې پاڅون راوپاروه، دې هیواد په پرله پسې توګه خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې اوکراین بې ثباته او ډیموکراټیک بنسټونه یې کمزوري کړي.
"دا د اوکراین په سیاست او ټاکنو کې لاسوهنه ده؛ دوی انرژي او سوداګري بنده کړه چې [د اوکراین] مشران وډاروي او د هغوی پر اتباعو فشار راوړي. دوی د تبلیغاتو او غلطو معلوماتو نه استفاده کړې چې بې باوري رامنځته کړي؛ دوی ددې هیواد په مهمو زیربناو باندې سایبري بریدونه کړي دي. "
د تېر مارچ له میاشتې راهیسې، روسیې په پراخې بې پروایی د اوکراین پر پوله پوځي ځواکونه او تجهیزات دیره کړي چې د ملګرو ملتونود منشور برخلاف یې په یو اړخیزه توګه د اوکراین دوه سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندلې. ددې اعلان وروسته یې سمدستي پر اوکراین پوځي برید وشو.
پداسې حال کې چې د اوکراین په وړاندې د روسیې تیری په زیاتیدو شو، په مقابل کې یې متحده ایالاتو او د هغه د شریکانو او متحدینو له خوا په روسیې باندې بندیزونه هم زیات شول.
د انرژۍ سکتور د روسیې ترټولو مهم صنعت دی چې ددې هیواد د صادراتو نیمایي برخه جوړوي. اروپا ته د دې هیواد د طبیعي ګاز شاوخوا ۷۰ سلنه صادرات د یو شمیر پایپ لاینونو له لارې کیږي.
د فبرورۍ په ۲۳، وروسته له هغه چې کرملین د اوکراین د خاورې د بشپړتیا نه په سرغړونې سره په ښکاره توګه ددې هیواد د خاورې یوه برخه د دوو خپلواکو هیوادونو په توګه اعلان کړه جرمني اعلان وکړ چې د نورډ سټریم۲ په نامه اروپا ته د ګاز د نوي پایپ لاین د غځیدو تصدیق کول به بند کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو لیکلي بیان کې وویل: "متحده ایالات د جرمني د پریکړې ستاینه کوي چې د نورډ سټریم۲ د تصدیق د پروسې درولو لپاره اداري ګامونه پورته کوي، کوم چې به د پایپ لاین د فعالیت مخه ونیسي."
د جرمني او اروپايي اتحادیې سره تر مشورې وروسته، متحده ایالاتو هم د Nord Stream 2 AG او همدارنګه د هغه په اجرایوي رئیس ماتیس وارنیګ، او د شرکت په یو شمیر نورو چارواکو باندې بندیزونه ولګول.
دا پدې مانا ده چې د دې اشخاصو او شرکتونو ټولې شتمنۍ چې د متحده ایالاتو تر واک لاندې دي یا د متحده ایالاتو د اشخاصو په کنټرول کې دي کنګل کیږي او د متحده ایالاتو افراد له دوی سره د معاملې کولو څخه منع کیږي.
د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "متحده ایالات د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه زمونږ په ملاتړ کې ټینګ ولاړ دي" هغه زیاته کړه، "نن زموږ اقدامات زموږ د ژمنې سره سم دي، چې زموږ د متحدینو او شریکانو سره په نږدې همغږۍ په اوکراین کې د روسیې د غیرقانوني او بې پروا اقداماتو په وړاندې پدې هیواد باندې پراخې پایلې تحمیل شي او ورته سخت تاوان ورسیږي."