د سودان د پرمختیاو د بیا کتنې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د دسمبر په ۱۴ سودان د تروریزم د ملاتړو دولتونو له لست نه وویست.
وروسته له هغې چې په ۱۹۹۳ کې مطمین شو د سودان حکومت د القاعده تروریستي شبکې د مشر اسامه بن لادن په ګډون د ترهګرو ملاتړ او ساتنه کوي، د امریکا متحده ایالاتو سودان د تروریزم ملاتړي دولت وپېژنده.
پدې جدول کې شاملول سخت عواقب لري: تر پوښتنې لاندې هیواد په نړیواله کچه منفور کیږي. په داسې حال کې چې نور هیوادونه ددغه هیواد سره معاملې نه کوي او پانګوونکي په لست کې شامل شوي هیواد کې پانګونه نه کوي. د امریکا متحده ایالات د ډول ډول مستقیمو مرستو څخه منع کیږي او پدې هیواد باندې د صادراتو ډول ډول محدودیتونه لګول کیږي، او هڅه کیږي چې دا ډول یو هیواد ته نړیوال بانک او نړیوال پولي صندوق پور ورنکړي. د تروریزم د ملاتړي په توګه په لست کې شاملول د یو هیواد وړتیا محدودوي چې په نړیوال اقتصادي سیستم کې شراکت وکړي.
په لست کې شاملولو همداشان د سودان د خاورې د بشپړتیا مصونیت ته تاوان ورساوه، هغه مشروع فلسفه چې حکومتونه د ملکي مصونیت یا جنایي تعقیب څخه ژغوري. په نتیجه کې د القاعده شبکې دبریدونو قربانیانو او د هغوی کورنیو د امریکا په محکمو کې د سودان د حکومت نه د جبران اخیستلو لپاره عرض وکړ. په یوه جلا دوسیه کې د امریکا د متحده ایالاتو محکمو حکم وکړ چې سودان په دارالاسلام، تانزانیا او نایروبي کې د متحده ایالاتو په سفارتونو باندې د ۱۹۹۸ کال د بمي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته او همداشان په یمن کې د امریکا د سمندري بیړۍ destroyer Cole باندې په بمي برید کې د ۱۷ وژل شویو امریکایي ماڼوګانو کورنیو ته د جبران ورکولو پوروړی دی.
د ۲۰۱۹ کال په اګست کې د سودان خلکو ددې هیواد اوږدمهاله دیکتاتور وپرځاوه او نوي موقت حکومت اعلان وکړ چې لومړیتوب یې د منفور دولت له نوم نه د سودان خلاصول او د نړیوالې ټولنې سره بیرته یو ځای کیدل دي. پدغه توګه د سودان حکومت موافقه وکړه چې د دوی پر ضد دعوه د حل لپاره ۳۳۵ میلیون ډالر ځانګړې کړي چې د عارضینو ترمنځ وویشل شي. د سودان د پرمختیاو د بیا ارزونې وروسته د دسمبر په ۱۴ د امریکا متحده ایالاتو سودان د تروریزم د ملاتړو هیوادونو له لست نه وویست. د دسمبر په ۲۸ د اتحاد قانون تصویب شو چې په کې د سودان د خاورې د زیاتې برخې د مصونیت د اعاده کولو په لور تګلاره ذکر شوې ده.
د امریکا د متحده یاالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، دغه ګامونه ښيي چې «د سودان په اړیکو کې نه یواځې د امریکا د متحده ایالاتو سره بلکه د ټولې نړیوالې ټولنې سره اساسي بدلون رامنځ ته شوی. دې کار د سودان د پانګې د ضبط کیدو د خطر په کمیدو سره د نړیوال اقتصاد سره ددې هیواد د بشپړه بیا پیوستون په وړاندې موانع لرې کړي دي، د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي لپاره یې پراخ امکانات رامنځ ته کړي دي.»
«مونږ په ازادۍ، سولې او عدالت باندې د سودان د خلکو پرله پسې ټینګار ستایو.»