Accessibility links

Breaking News

امریکا او اروپا د اقلیم په هکله همکاري غښتلې کوي


جان کري او د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون
جان کري او د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون

د مارچ په لومړیو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي کري، د اروپایي تولنې او بریتانیا استازو په لندن، بروکسل او پاریس کې سره وکتل چې له نږدې په ګډه خپل اتحاد او کار نوی کړي چې د اقلیم د کړکیچ سره مقابله وشي.

د نړیوال اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره وخت په خلاصیدو دی. د پاریس د ۲۰۱۵ کال موافقه سم لور ته د تک ښه پیل و، چې نژدې پر ۲۰۰ لاس لیک کوونکو هیوادونو باندې غږ کوي تر څو د خپل کاربن د خپرولو کچه د نړۍ د تودوخې د محدودولو لپاره د صنعتي انقلاب دمخه کچې په تناسب د سانتیګراد دوه درجې راټیټه کړي. جمهور رئیس بایډن د کار د پیل کولو سره سم سمدستي اقدام وکړ چې متحده ایالات بیرته د پاریس له تړون سره یوځای شي. خو د اقلیم د بدلون په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي جان کري وویل چې، «یواځې پاریس نشي کولای چې دا کار ترسره کړي.»

«او، مونږ ټول هغه څه نه کوو چې په په پاریس کې مو په نښه کړي. نو، دا هغه وخت دی چې هیوادونه، حکومتونه او خلک سره لاس ورکړي او دغه کار ترسره کړي.»

د مارچ په لومړیو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي کري، د اروپایي تولنې او بریتانیا استازو په لندن، بروکسل او پاریس کې سره وکتل چې له نژدې په ګډه خپل اتحاد او کار نوی کړي تر څو د اقلیم د کړکیچ سره مقابله وشي. ټولو دریو اړخونو ژمنه وکړه چې تر ۲۰۵۰ کال پورې د ګلخونې (د بوټو د روزنې ځایونو) د ګازونو خپریدل صفر ته راټیټ کړي او په نړۍ کې د خورا ګواښ سره مخامخ سیمې په نښه او د اقلیم د ناوړه اثراتو په وړاندې مبارزه وشي.

د جمهور رئیس ځانګړی استازی وایي: «په اروپا او اروپایي ټولنه کې زمونږ د ملګرو څخه ښه شریکان نشته.»

«دا مونږ ته مهمه ده چې اوس په یو کتار کې ودریږو،...ځکه هیڅ هیواد نشي کولای چې دغه کړکیچ حل کړي. دا به هر هیواد ونیسي او دا به له حکومتونو څخه زیات وي. دا به زمونږ د هیوادونو مدني ټولنې، انجمنونه، زمونږ ولسونه ونیسي او مهمه دا چې دا به خصوصي سکتور هم لاندې کړي.»

د جمهور رئیس ځانګړی استازی کري وایي، د اقلیم د بدلون په وړاندې مبارزه یو زیات لګښت لرونکی وړاندیز دی، خو په پاک اقتصاد کې پانګونه اوس کارونه ایجادوي او هیوادونو ته پیسې سبما کوي. «د اقتصادي چارو هر تحلیل روښانه کوي چې: دا زمونږ اتباعو ته ګرانه پریوځي چې غبرګون ونه ښیی.» او په عین وخت کې، «دا د ډیر ښه فرصت ګړۍ دي چې د صنعتي انقلاب راهیسې یې ښایي مونږ د ښه جوړولو لپاره لرو: چې په خپلو اقتصادونو کې ځانونه نوي کړوو کوم چې د اقتصادي پلوه یو غیر عادي ګړۍ ده، اخوا دیخوا به نوي تولیدات او نوې تکنالوژۍ وي، که دا د کاربن تسخیر وي او که د بطریو ذخیره او یا هایدروجني سونګ مواد. دا هغه کړکیچ ته د حل لارې دي چې مونږ ورسره مخامخ یو.»

«عامه احساس امر کوي—دا یې وخت دی،» د جمهور رئیس ځانګړی استازی کري وایي، «کونږ دا کولای شو. مونږ نن زیاتې تکنالوژۍ لرو او زیات زیات هیوادونه کار کوي...کمپنۍ په زغرده کار کوي چې هغه تکنالوژۍ ته وده ورکړي چې ورته اړتیا لرو. دا ترسره کیدای شي.»

XS
SM
MD
LG