Accessibility links

Breaking News

امریکا د نجونو د زده کړو په هکله د جي-۷هیوادونو د اعلامیې ملاتړ کوي


د نجونو تعلیم له بې وزلۍ څخه د خلکو د خلاصون او نابرابرۍ د کمولو یوه غښتلې وسیله ده چې د پایداره اقتصادي ودې بنسټ اېښودای شي. هرکال په تعلیم ترلاسه کولو سره، د یوې نجلۍ د آینده بالقوه عاید ۱۰فیصده لوړیږي. یو ماشوم، چې مور یې لوست کولی شي، ممکن ۵۰ سلنه تر پنځو کلونو څخه زیات عمر وکړي، ښايي دوه برابره زیات ښوونځي ته ولاړ شي او (دا ډول ماشوم) په سلو کې تر ۵۰ سلنې زیات واکسین کیږي.

د دې خبرو سره سره، آن د کروناویروس تر وبا مخکې ۱۳۲میلیون نجونې چې باید ښوونځیو ته تللې وای، نه دي‌ تللې.

د دې کار بېلا بېل علتونه دي ‌او په هر هېواد کې یې علت جلا دی. په دوی کې فقر، جنسیتي‌ عدم مساوات، تبعیض او د جنسیت په اساس خشونت، چې په زوره واده کول هم په کې راځي،‌ شامل دي. پدې وروستیو کې د کروناویروس د وبا په اوج کې د شاوخوا ۱.۶میلیارد ماشومانو زده کړې ګډې وډې شوې. یونیسکو اټکل کوي چې ښايي ۱۱میلیون نجونې د کرونا وبا څخه وروسته بېرته ښوونځیو ته ولاړې نشي.

په همدې خاطر، د مۍ په لومړیو کې د جي۷- بین الحکومتي سازمان چې کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، بریتانیا او د امریکا متحده ایالات په کې شامل دي، د نجونو د زده کړو په اړه اعلامیه خپره کړه چې په کم عاید او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې د نجونو د زده کړو لپاره دوه لوړ نړیوال هدفونه ټاکي. لومړی هدف دا دی چې تر ۲۰۲۶پورې ۴۰میلیونه نورې نجونې ښوونځیو کې داخلې شي. دوهم هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي تر ۲۰۲۶ پورې شل میلیون نجونې په لس کلنۍ کې لوست وکړای شي.

د امریکا متحده ایالتونه د جي-۷ هېوادونو د تعلیم د اعلامیې ننګه کوي. د امریکا د نړیوالو پرمختیایي مرستو ادارې (یو اس ای آی ډي) مشره سمنتا پاور چې د وزیرانو په کچه د جي-۷ هیوادونو په وروستۍ غونډه کې یې د امریکا استازیتوب وکړ، وايي: «مونږ پوهیږو که دغه نجونې بېرته زده کړو ته راونه ګرځو، نړۍ به د یو ضایع شوي نسل د تولید له خطر سره مخامخ وي»

هغې وویل، «د امریکا مرستې د نجونو د ژوند په ښه کولو کې د هغې ورځې څخه چې زیږي او ځوانۍ ته رسیږي، عمده رول لوبوي، مناسبه داده چې د هغوی د ودې په بهیر کې د هغوی ځانګړې ضروري اړتیاوې پوره شي. زمونږ پراخه حکومتي پالیسي داسې جوړه شوې چې ډاډمن شو نجوني روغې او روزل شوي وي او د ژوند په اوږدو کې له ویرې او ډار، تاوتریخوالي او توپیر څخه خلاصې وي.»

سمنتاپاور زیاته کړه، «ددې پانګونې ځینې سترې نتیجې چې مونږ یې په خپلو بهرنیو مرستو کې وینو، زمونږ د هغه کار نتیجه ده چې غواړو ډاډمن شو ښځې په کامله توګه امکانات ترلاسه کوي. ښوونځیو ته د نجونو د تګ په هرو لسو فیصدو زیاتوالي سره د یو هیواد ناخالص عاید درې فیصده لوړیږي.»

«په ګډه، مونږ کولای شو د نجونود زده کړو په برخه کې د لسیزو تجربو نه ګټه واخلو تر څو ډاډمن شو چې مونږ مستعد او د امکاناتو لرونکی نسل له لاسه نه ورکوو.»

XS
SM
MD
LG