Accessibility links

Breaking News

د ۲۰۲۲ کال د زړه ورو میرمنو نړیوالې جایزې


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د ۱۲میرمنو ستاینه وکړه چې د نورو او د خپلو ټولنو د ژوند په ښه کولو کې یې د پام وړ زړورتیا، ځواک او رهبري ښودلې ده. د بهرنیو چارو د وزیر له خوا د ۲۰۲۲ کال د ښځو د زړورتیا د نړیوالې جایزې مراسم په مجازي توګه ترسره شول.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جایزه ګټونکو د معرفي کولو په ترڅ کې لومړی د رضوانه حسن نوم واخیست چې یوه وکیله ده او د سوداګریزو مقاصدو په هدف یې د شرمپ د فارمونو په وړاندې بریالي کمپاینونه رهبري کړل کوم چې دودیزې کب نیونکې ته زیان رسوي او د ډاکه په شاوخوا کې د هستوګنې د بې پروا شرکتونو لخوا د ایکولوژیکي پلوه حیاتي لندبل ځمکې ویجاړوي.

د برازیل سیمون سیبیلیو دو نسسیمینټو، په ریو دی جنیرو کې یوه مشهوره څارنواله ده چې د فساد، ملیشو او مخدره توکو د قاچاق په وړاندې یې فعالیت کړی دی.

بله زړوره ښځه په برما کې د ډیموکراسۍ فعاله ای تینزار مونګ ده. هغه په ۲۰۱۵ کې د ۴۰۰ مایله واټن د یو لاریون د تنظیمولو په خاطر زنداني شوی وه چې د زده کونکو په اتحادیې په بندیز او په توکمیزو اقلیتي ژبو باندې د تدریس لپاره یې اعتراض کاوه.

جوسیفینه کاینګر سونیګا یوه نادولتي موسسه پرمخ وړي چې سیمه ایز کب نیونکي، کارګران او متشبثین د ګرځندوی ملاتړ لپاره راټولوي چې چاپیریال ساتي، دندې رامینځته کوي، افرو- کولمبیایانو او د سیمې خلک ځواکمن کوي.

طائف سمیع محمد د عراق د مالیې وزارت مرستیاله او د بودیجې د څانګې مشره ده او په بریالیتوب سره یې د حکومت او د بودیجې د فساد په وړاندې مبارزه کړې ده.

د لایبریا له کورنیو جګړو وروسته، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په پراخه کچه و، فاسیا بوینوه هاریس، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي کمولو او د نجونو د زده کړې او د ښځو سیاسي ګډون ته خپل ځان وقف کړ.

نجلا منګوش، د لیبیا د بهرنیو چارو لومړۍ ښځینه وزیره ده چې د شخړو د حل کارپوهه ده او د یو لا متحد، دیموکراتیک حکومت په لور یې کار کړی دی.

د مالدووا د پارلمان غړې، دونا ګیرمن، د مالدووا لپاره کمپاین وکړ چې د استانبول کنوانسیون تصویب کړي چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی او د بشري حقونو څخه د سرغړونې پیژني.

د یوې ټرانسجنډر ښځې په توګه، بومیکا شریستا د نیپال لپاره کمپاین وکړ ترڅو د تابعیت اسنادو کې د مړونو او ماندینو سربیره بو بل اختیار هم اضافه کړي؛ په ۲۰۰۷ کې، سترې محکمې دا بدلون منظور کړ.

په رومانیا کې، کارمین ګیورګ د روما میرمنو او نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوي، هغه ډله چې په ماشومتوب او مخکې له وخته ودونو او ژر ماشوم زیږولو په ګډون د توکم پالنې او جنسیت سره مخ ده.

روګچندا پاسکو، د جنوبي افریقا د کیپ ټاون اوسیدونکې او ټولنیزه مشره ده چې د تنظیم شوي جرمونو او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي کمولو لپاره کار کوي.

د ۲۰۲۱ په دسمبر کې، فام دوان ټرانګ په ویتنام کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په اړه د یوې لیکنې په خاطر په نهه کاله بند محکومه شوه. د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل: "موږ د هغې ناحقه زنداني کول غندو او د هغې د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کوو."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، "دا دولس ښځې یو له بل په زرګونو میله وړاندې ژوند کوي، خو دوی په غیر معمولي زړورتیا او سرښیندنې سره د خپلو هیوادونو او ټولنو د خدمت لپاره متحد دي. امریکا له دوی سره ولاړه ده.»

XS
SM
MD
LG