Accessibility links

Breaking News

د اوبو په امنیت پانګونه


د اوبو د ناامنۍ اغیزې له پامه غورځول کیدای نشي. د اوبو کمښت د خوراکي توکیو د تولید د کموالي لامل کیږي، او کیدای شي د اقتصادي رکود لامل شي، حتی د اوبو کمښت ددې سبب کیږي چې د خلکو د روغتیا ساتنې او اساسي حفظ الصحې ساتنه ستونزمنه شي. د اوبو محدودې سرچینې کیدای شي د سیمه ییزو شخړو، حتی وسله والو جګړو لامل شي.

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې USAID مرستیاله ازابل کولمن وویل په حقیقت کې، "اوبه کیدای شي د جګړې د وسلې په توګه وکارول شي، لکه څنګه چې موږ په اوکراین کې ولیدل؛ چیرته چې د اوبو زیربنا ویجاړ شوي، بې ګناه ملکي وګړي د اړتیا وړ خدماتو څخه محروم شوي دي."

د USAID له لارې د متحده ایالاتو حکومت د نړۍ په ځینو ډیرو ناامنه ټولنو کې د اوبو نړیوال امنیت کې پانګونه کوي.

د اداري مرستیال کولمن وویل: "موږ د نږدې ۶۰ میلیون خلکو سره مرسته کړې چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي او ۴۴ میلیونه خلک خوندي روغتیا ساتنې ته لاسرسی پیدا کړي - چې له نیمایي څخه ډیر یې ښځې او نجونې وې."

"خو د یوې ادارې په توګه، موږ پوهیږو چې زموږ پانګه اچونه باید د بدلون او تلپاتې بدلونونو د وړاندې کولو لپاره نوره هم پراخه شي. دوه میلیارده خلک لا هم د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نلري، چې تر ټولو ستره بیوزلي د فقیرو او کلیوالو خلکو په برخه ده."

د متحده ایالاتو د اوبو نړیواله ستراتیژي لومړنی وسیله ده چې د سپینې ماڼۍ د اوبو د نړیوال امنیت عمل پلان د پلي کیدو لپاره د جون په میاشت کې د بایډن ادارې لخوا پیل شوی دی. د اوبو د نړیوالې ستراتیژۍ لله مخې، د متحده ایالاتو حکومت کار کوي ترڅو په هغه ځایونو کې چې ورته اړتیا ده روغتیا، سوکالۍ، ثبات، او انعطاف ته وده ورکړي.

آغلې ازابل کولمن په دې وروستیو کې، د متحده ایالاتو حکومت د ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۷ پورې د نړیوال اوبو ستراتیژي په ډاګه کړه. په دې پلان کې پدې اړه USAID به څه دپاسه ۲۲ میلیون خلکو ته د څښاک پاکو اوبو او نورو ۲۲ میلیون خلکو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې کار وکړي.

دا پروګرام هغه خلک په نښه کوي چې مخکې یې هیڅکله اوبو او روغتیا ساتنې ته لاسرسی نه درلود. USAID به ددې پلان په بنسټ د هغو تاسیساتو او موسسو وړتیا لوړه کړي چې په لوړ کیفیت، مساوي ډول او د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د مقاومو خدماتو مسولیت په غاړه لري.

هغه وایي، "موږ د اوبو د خوندیتوب ۱۰۰۰ بنسټونه پیاوړي کول غواړو؛ او د اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې یو میلیارد ډالر په کار اچوو".


د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې USAID مرستیالې وویل، د متحده ایالاتو دا ډول پانګونه دا ممکنه کوي چې د نړۍ د تغذیه کولو لپاره خواړه وده وکړي، سوداګرۍ پرمخ بوځي، او خلک سالم وساتي.

"دوی دموکراسي، همکارۍ او سولې ته وده ورکوي. په راتلونکو پنځو کلونو کې، USAID تمه لري چې په ګډه کار کولو سره د ټولو لپاره د اوبو خوندي نړۍ ته وده ورکړي."

XS
SM
MD
LG