د اتومي انرژۍ د سازمان د وروستي راپور څخه وروسته د دغه سازمان مشر رافایل ګروسي مدیره هیئت ته ویلي دي چې ایران په عاجلو مسائیلو کې له دغه سازمان سره همکاري بنده کړې ده.
هغه ویل: «نهایتآ، د اتومي انرژۍ سازمان د تولید، سنټرفیوژنونو، روټرونو او درنو اوبو او یوریانیمو په تړاو د پوهې/خبرېدو تسلسل له لاسه ورکړی دی.»
مشر رافایل ګروسي دا په ګوته کړه چې ایران ادعا کوي د «اتومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي تړون» په اساس یې ټول اتومي مواد، فعالیتونه او د اړتیا وړ ځایونه اعلان کړي دي، خو دا ادعا « په نا اعلان شویو سیمو کې د هغو اتومي ذراتو په اړه، چې سرچېنه یې انساني ده، په ټکر» کې دي. او پایله یې دا ده چې د اتومي انرژۍ سازمان دا ضمانت نه شي کولای چې د ایران اتومي پروګرام په «ځانګړي ډول سوله ایز» دی.
په ویانا کې د اتومي انرژۍ په سازمان او د ملګرو ملتونو په دفتر کې د متحدو ایالتونو استازې لورا هولګیت په یوې اعلامیې کې د دغه سازمان مدیره هیئت ته په خطاب کې د ایران اتومي فعالیتونه د «ډېرې اندېښنې وړ» وبلل.
هولګیت وویل: «هاغسې چې د (سازمان) د مشر په راپور کې څرګند شوي، د دې په ځای چې ایران د نړیوالې ټولنې د اندېښنو په اړه ځواب ووايي، نور هم په غلطې لارې مخ په وړاندې روان دی. ایران لګیا دی د اضافي پرمختللیو سنټرفیوژونو د نصب کولو او د ډېر غني شوي یورانیم د تولید لپاره، چې هېڅ معتبر هدف ورته نه لري، خپل اتومي پروګرام پراخوي.»
سفیرې هولګیت زیاته کړه چې د ایران له لوري د اتومي انرژۍ د سازمان د مجربو پلټونکو نه ګمارلو «د دغه سازمان د تصدیق او تائید فعالیتونه سخت اغیزمن کړي» دي.
د سپتمبر په ۱۱ نېټه متحدو ایالتونو له جرمني او بریتانیا سره په یو ګډ بیان کې د اتومي وسلو د نه خپرېدو د تړون په اساس د ایران د اعلامیو د اطلاعاتو د «سموالي او بشپړوالي» په برخه کې د نه پرمختګ له کبله اندېښنه وښوده.
څلورو هېوادونو اعلان وکړ: «که ایران د مصونیت د پاتې مسائیلو په اړه لازمه، بشپړه او له ابهام پرته همکاري نه کوي او دا کار روان ساتي، د دغه پلاوي له لوري به نور اقدامات ضروي وي.»
هغو وویل چې د (اتومي وسلو) د «نه خپرېدو د نړیوال حییثت او نهایتا د نړیوال امنیت» په خاطر، «نه شو کولای چې ایران ته اجازه ورکړو کال په کال خپل مصونیتي مسئولیتونه له پامه وغورځوي».