Accessibility links

Breaking News

په لویدیځه افریقا کې باید د داعش پر وړاندې مقابله وشي 


د داعش ضد ایتلاف لپاره د امریکا استازي نتان سیلس
د داعش ضد ایتلاف لپاره د امریکا استازي نتان سیلس

ځانګړي استازي نتان سیلس وویل چې په لویدیځه افریقا کې په تیرو کلونو کې د داعش اړوند ډلو د بریدونو کچه او د وژنو شمیر خورا زیات شوی دی.

په داسې حال کې چې "په اصطلاح د داعش خلافت" په عراق او سوریه کې له منځه تللی، د امریکا متحده ایالات په پرله پسې توګه په نورو سیمو کې د داعش او هغه پورې تړلو ډلو له راټوکیدو نه اندیښمن دي.

په نومبر کې [نومبر ۱۰] د امریکا متحده ایالاتو او نایجریا په یوه غونډه کې د داعش ضد نړیوال ایتلاف د استازو او د لویدیځې افریقا د دولتونو او همداشان د اړوندو سیمه ییزو سازمانونو سره د داعش اوسني ګواښونه وڅیړل.

د داعش ضد ایتلاف لپاره د امریکا استازي نتان سیلس وویل چې دغې غونډې د جګړې د مهمو جبهو له جملې نه د ایتلاف یو مهم محور په ډاګه کړ: «پداسې حال کې چې مونږ باید او هرو مرو په اصلي ځای کې [عراق او سوریه] د داعش مخنیوي او بیا راژوندي کیدو ته متوجه واوسو، مونږ باید همداشان د داعش تمرکز ته ځواب ووایو چې غواړي له اصلي ټاټوبي بهیر د خپلو څانګو او شبکو له لارې جګړې ته دوام ورکړي. ځانګړي استازي سلیس وویل. «په هیڅ بل ځای کې دومره خطرانک ندی لکه په افریقا کې. که مونږ په نړیواله کچه د داعش ماتولو ته ژمن یو – او مونږ یو – مونږ باید په افریقا کې د هغه په وړاندې ودریږو، په ځانګړې توګه په لویدیځه افریقا کې.»

ځانګړي استازي څرګنده کړه چې په تیرو کلونو کې په لویدیځه افریقا کې د داعش د اړوند ډلو د بریدونو کچه او وژنې زیاتې شوي دي. خو هغه وویل چې ښه خبر دادی چې نړیوال ایتلاف «په ډاګه کړې چې د هر ګواښ په وړاندې د غبرګون لپاره بدلون راوړای شي او په وړاندې یې وړتیا لري.» پداسې حال کې چې هغه وویل د داعش پر ضد هره جګړه باید په هماغه مشخصه سیمه کې وشي، ایتلاف «د ځپلو ملکي او پوځي لیکو په هڅو او دوه اړخیزو او څو اړخیزو نوښتونو کې د همکارۍ داسې کلتور» رامنځ ته کړی چې کولای شي په سیمه کې د تروریزم ضد نور نوښتونه مکمل او متمم کړي.

ځانګړي استازي سیلس ټینګار وکړ «که څه هم چې نړیوال ایتلاف هوډمن دی چې د اسلامي دولت د ډلې داعش پر ضد جنګیږي، دا به مهه وي چې امنیتي ځواکونه بشري حقونو ته درناوی وکړي کوم چې زمونږ د هڅو یو عمده جز دی...امنیتي ځواکونو د بشري حقونو څخه سرغړونې کړي دي،» هغه زیاته کړه، «په مستقیمه د تروریستانو د وړتیا سره مرسته کوي چې [خلک] سخت دریځه کړي او جلب او جذب یې کړي او د حکومت حقانیت بې اعتباره کړي.»

د ۱۹۱۷ کال راهیسې امریکایانو د جي۵ ساحل په اتحادیه او د چاد رود په پراخه حوزه کې د تروریزم ضد مرستې لپاره څه دپاسه ۱۱۴ میلیون ډالر پانګونه کړې ده. ځانګړي استازي سیلس د امریکا پلان په ډاګه کړ چې په راتلونکي کال کې به ۳۰ میلیونه ډالر نور هم ورکړي. هغه ټینګار وکړ چې په لویدیځه افریقا کې د داعش ضد زمونږ ګډه جګړه مهمه هڅه ده چې د امریکا متحده ایالات یې ملاتړ ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG