Accessibility links

Breaking News

په اوکراین کې ځمکني ماینونه د اوس او اینده لپاره ګواښ دی


په اوکراین کې د ماینونو په اړه خبرداری
په اوکراین کې د ماینونو په اړه خبرداری

مخکې تر دې چې ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې بې موجبه یرغل وکړي، د جګړې څخه پاتې ځمکني ماینونه او چاودیدونکي توکي هلته یوه جدي ستونزه وه. له ۲۰۱۴ کال راهیسې، کله چې روسیې ختیځ اوکراین ته خپل سرتیري واستول، ۲۵۰ کیلومتره د تماس اوږده کرښه چې د دونیتسک او لوهانسک سیمو څخه تیریږي او د اوکراین وسله وال ځواکونه له روسیې پلوو ځواکونو څخه جلا کوي په پراخه کچه په ماینونو ډکې شوی وې.

د Reliefweb په وینا، تر ۲۰۲۱ پورې، شاوخوا دوه میلیونه اوکراینیان د دې ډول چاودیدونکو توکیو له خطرونو سره مخامخ شوي وو. په هغه وخت کې، اوکراین په نړۍ کې د ځمکنیو ماینونو او چاودیدونکو توکو د پاتې شونو له امله د ملکي تلفاتو په وجه په نړۍ کې پنځم ځای درلود، او د وسایطو ضد ځمکني ماینونو د چاودنو په خاطر په درېیم ځای کې و. په ۲۰۲۱ کې، د اوکراین د ډونباس سیمه په نړۍ کې یوه له ماینونو ککړو سیمو څخه وه.


د ۲۰۱۴ راهیسې، متحده ایالاتو د ختیځ اوکراین د جګړې له ډګرونو څخه د چاودیدونکو توکیو د پاکولو او هلته د ډیرو موجودو دودیزو وسلو د ویجاړولو په برخه کې د شریکانو او غیر دولتي سازمانونو سره همکاري کړې ده.


د وسلو د کنټرول او نړیوال امنیت لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، بوني جینکنز وویل، "د بهرنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، او د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو اداره د بهرنیو حکومتونو، خصوصي شرکتونو، نړیوالو سازمانونو، او غیر دولتي سازمانونو سره یوځای کار کوي ترڅو د زیاتو کوچنیو وسلو او سپکو وسلو زیرمې کمې کړي، په سمه توګه د دودیزو وسلو د خوندي کولو او ذخیره کولو لپاره غوره عملي لارې پلي کړي او د ماین پاکولو پروګرامونه ترسره کړي."

"د ۲۰۱۴ راهیسې، د متحده ایالاتو له لورې تمویل شوي ادارې د چاودیدونکو توکو د خطرونو د زده کړې لپاره زمونږ د پروګرامونو له لارې په اوکراین کې د بې شمیره خلکو د ټپي کیدو مخه نیولې ده. [په اوکراین باندې] د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې د بشپړه یرغل دمخه، د متحده ایالاتو له خوا تمویل شوي پروګرامونو د کنټرول [تماس] د کرښې په اوږدو کې د خلکو لاسنیوی پراخ کړ، یوازې په ۲۰۲۱ کې د چاودیدونکو توکو د خطر د مخنیوي لپاره یې له ۶۷۰ څخه زیاتې زده کړې ترسره کړې چې د ټپي کیدو او مړینو مخنیوی وشي."

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، بوني جینکنز وویل، "له بده مرغه، د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ د پوتین بې بنسټه، بې موجبه او غیر عادلانه یرغل زموږ پخوانی پرمختګ پداسې حال کې همدا اوس له مینځه وړی دی چې لا زیات ملکي اوکراینیان د جګړې څخه د پاتې شویو چاودیدونکو توکو له ګواښ سره مخامخ شوي دي."

"د روسیې د فدراتیف له خوا بمبارۍ او د ملکي اپارتمانونو، بلاکونو، د خوراکي توکو پلورنځیو، روغتونونو، ښوونځیو او حتی د اټومي بریښنا په فابریکې ډزو دا وضعیت نور هم ډارونکی کړی دی."

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، بوني جینکنز وویل، "د روسیې د بې توپیره بریدونو پاکول به کلونه وخت ونیسي او ښه همغږي شوی نړیوال غبرګون غواړي،" آغلې جینکنز زیاته کړه، "متحده ایالات د هغو هڅو ملاتړ ته ژمن دي چې د اوکراین له خلکو سره مرسته وشي چې د روسیې د بمونو له ګواښ څخه خپل ژوند خوندي کړي."

XS
SM
MD
LG