Accessibility links

Breaking News

د لوږې له منځه وړلو لپاره هلې ځلې په شا روانې دي


د ملګرو ملتونو د کلني راپور له مخې چې د جولای د میاشتې په نیمایي کې خپور شوی، راغلي چې د لوږې، غذایي نا مصؤنیت او خوارځواکۍ د ختمولو په هلو ځلو کې نړۍ په شا روانه ده. په راپور کې ویل شوي چې تیر کال شاوخوا ۸۲۸ ملیونه کسان له لوږې سره مخ وو چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۴۶ میلیونه تنه ډیر شوي او د ۲۰۱۹ په پرتله ۱۵۰ میلیونه تنه زیاتوالی ښيي.

په عین حال کې، د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا د مرستندویه ادارې یا USAID کارکوونکي سمنتا پاور ویلي چې د افریقا، منځني ختیځ، آسیا او لاتیني امریکا په ۵۳ هیوادونو کې په بې سابقې توګه ۱۹۳ میلیونه کسان تیر کال له لوږې سره مخ وو.

هغې وویل: "ډیر شیان ددې کار سبب شول، د روزګار او عاید له لاسه ورکول، د کرونا وبا له کبله د شیانو د حمل او نقل د چارو ګډوډېدل، د اقلیم بدلون، اوږد مهالې شخړې، د حکومتونو لخوا د هغو کسانو سره د مرستو مخنیوی چې ډیره اړتیا یې درلوده. خو دې ټولو دومره اغیز نه درلود لکه څومره چې پر اوکراین د ولادمیر پوتین د نه منلو وړ برید درلود چې د انسانو د بدمرغۍ سبب شو"

د فبروري د ۲۴ مې راپدیخوا چې روسیې په اوکراین یرغل کړی، د روسیې نظامیانو د اوکراین کرنیزه ځمکه له منځه وړې، د غلې ګودامونه او د پروسس مرکزونه له منځه وړل شوي او په تورې بحیرې کې یې د اوکراین بندر هم بند کړی چې له کبله ې ۲۰ میلیونه ټنه جوار او غنم په ګودامونو او کښتیو کې بند پاتې دي. پوتین نه یوازې دا چې د اوکراین غله دانه یې بنده کړې بلکې د روسیې څخه یې د سرې صادرات هم بند کړي دي.

میرمن پاور وویل: "روسیه په نړۍ کې د سرې ستر صاردونکی هیواد دی. خو د تیر کال د نومبر راهیسې یې د نړۍ بازارونو ته د سرې صادرول محدود کړي چې دې کار د سرې بیه درې چنده لوړه کړې ده. "

له دې آمله په افریقا کې سږ کال د بزګرانو حاصلات ښايي ۲۰ په سلو کې کم شي.

متحده ایالات ددې زیاتېدونکي بحران سره د مبارزې لپاره هلې ځلې کوي. متحده ایالاتو د مې په میاشت کې د امنیت په شورا کې د نړۍ د خوراکي موادو د مصؤنیت لپاره تګلاره وړاندې کړه.

د خوراکي موادو د نړیوال مصونیت لپاره د امریکا ځانګړی استازي کري فولر وايي چې پدې تګلاره کې "غوښتنه شوې چې د بشري خوراکي موادو مرستې ډیرې شي، بازارونو آزاد وساتل شي، د سرې تولید زیات شي او د خوراکي موادو په برخه کې پانګه اچونه وشي".

کري فولر وايي: "د خوراکي موادو بحران ته د ځواب ویلو لپاره، متحده ایالاتو د فبروري د میاشتې راهیسې د افریقا، منځني ختیځ، لاتیني امریکا او کارابین سره د ۲.۸ ملیونه ډالرو عاجلو خوراکي موادو د همکارئ ژمنه کړې ده".

ښاغلی فولر زیاتوي: "متحده ایالات به په کور دننه او دباندې د اقداماتو مشري کوي چې د خوراکي موادو دا بې ساری بحران پای ته ورسوي". ښاغلی فاولر وايي: "د نورو هیوادونو او ګڼ ملیتي ادارو څخه غواړو چې خپلې ژمنې تازه کړي، د نړۍ په سوداګریز سیستم دې باور وکړي او د خوراکي موادو د مصونیت لپاره دې لنډ مهالي، منځ مهالي او اوږد مهالي جدي اقدامات وکړي. نړۍ مونږ ته ګوري او راځئ ټول خپل مسوولیت ادا کړو".

XS
SM
MD
LG