Accessibility links

Breaking News

د نړۍ د اوبو د خوندیتوب د عمل نوی پلان 


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، "خوندي اوبو ته مصون او دوامداره لاس رسی د ملي امنیت یو اړین عنصر دی."

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي: "اوبه د انسان د هوساینې اساس دي. دا د ژوند سرچینه ده، او دا د معیشت او تمدن پالنه او ساتنه کوي. خوندي اوبو ته خوندي او دوامداره لاس رسی د ملي امنیت یو اړین عنصر دی."


په همدې خاطر د بایډن-هاریس ادارې د سپینې ماڼۍ د نړۍ د اوبو د امنیت پروګرام پیل کړ. د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د جون په پیل کې ددې پروګرام د معرفي کولو پر وخت وویل، "نن ورځ، په ټوله نړۍ کې په میلیاردونو خلک پاکو، خوندي اوبو ته لاسرسی نلري او په راتلونکو کلونو کې، د اقلیم بدلون، د نفوس وده، ښاري کول، او د چاپیریال تخریب به یوازې دا شمیر نور هم لوړ کړي".


"د اوبو ناامني زموږ نړۍ بې ثباته کوي. کله چې اوبه کمې وي نو د ټولنو لپاره د خوړو تولید ډیر ستونزمن کیږي، ...د عامې روغتیا ساتنه او د اقتصادي ودې پرمختګ ډیر ستونزمن کیږي. دا، په بدل کې، ... کولی شي د ډله ایز مهاجرت لامل شي، کوم چې کولی شي په ګاونډیو ټولنو باندې د پام وړ فشار راولي. د اوبو ناامني همداشان زمونږ د نړۍ خونديتوب راکموي. د اوبو د محدودو منابعو په سر د هیوادونو یا ټولنو ترمنځ شخړې د وخت په تیریدو سره، د اټکل له مخې او په لر لید کې وسله والې جګړې ته لمن وهي."


اوبو ته د لاسرسۍ نشتوالی همداشان تر ټولو زیان منونکو خلکو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته جدي لګښتونه ورپه غاړه کوي.

"په ډیرو هیوادونو کې، په غیر متناسب ډول د اوبو راټولولو مسولیت د ښځو او نجونو په غاړه دی. په ټوله نړۍ کې، ښځې او نجونې په ورځ کې ۲۰۰ میلیون ساعته په اوبو راټولو تیروي. …دا د ورځې هغه ۲۰۰ میلیون ساعتونه دي چې کیدای شي دغه میرمنېاو نجونې په ښوونځي، کار یا کور کې د خپلو عزیزانو سره تیر کړي.


د ولسمشر مرستیالې هاریس وویل، د نړیوال اوبو د امنیت د عمل پلان په دریو ستنو ولاړ دی. لومړی، دا په بشپړه توګه متحده ایالات ژمن کوي چې "په هر هیواد په هره ټولنه کې خوندي اوبو، حفظ الصحې، او د روغتیا ساتنې خدماتو ته د لاسرسي لپاره په ډله ایزه توګه مبارزه وکړي."


دوهم، د نړیوالو اوبو د سرچینو په اداره کولو او ساتلو کې د مرستې لپاره، متحده ایالات به د نړیوالې ټولنې سره او همدارنګه د نړۍ په کچه د تخنیکي ماهرینو سره چې ورسره راځي د اوبو مهم معلومات شریک کړي.

او په نهایت کې، موږ به د خپل هیواد د پام وړ ډیپلوماټیکې سرچینې وکاروو ترڅو د اوبو امنیت د یو نړیوال لومړیتوب په توګه لوړ کړو.


د ولسمشر مرستیالې هاریس وویل: "د عمل دا پلان به زموږ له هیواد سره مرسته وکړي چې د شخړو مخه ونیسي او د هیوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکړي، مساوات او اقتصادي وده پیاوړې کړي، او زموږ نړۍ نوره ټول شموله او د انعطاف وړ کړي."

"د اوبو کمښت یوه نړیواله ستونزه ده، او باید په نړیواله کچه حل شي."

XS
SM
MD
LG