Accessibility links

Breaking News

د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رپوټ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنیکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنیکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په هکله د ۲۰۲۱ کال په راپور کې ویل شوي چې د نړۍ په ګڼ شمیر سیمو کې د استبداد او ځپنې کړنې لا هم ادامه لري او په بشري ژوندانه او بشري حقونو یې زیان رسونکي اغیزې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنیکن وویل چې په ځینو ځایونو کې یې عواقب هماغومره ناوړه و لکه په اوکراین د روسیې د حکومت د ظالمانه برید له کبله چې دي. ښاغلي بلنکین زیاته کړه چې دا په ځانګړې توګه تیرو څو اوونیو کې رښتني وو کله چې د کرملین ظالم ځواکونه د ښارونو او ښارګوټو څخه چې هغي قبضه کړي او کلا بند کړي وو، په شا وتمبول شول، هلته د هغوي د پراخو ظلمونه نښنې نښانې ولیدل شوې.

د بهرنی چارو وزیر وویل، "مونږ وینو چې دا شاته روان بهیر د څه شي سبب کیږي- جسدونه چې لاسونه یې تړل شوي په لارو کوڅو کې غورځول شوي. نندارتونونه، د اورګاډي تمځایونه او د اپارتمانونه پداسې حال کې په خاورې بدل شوي چې خلک پکې دننه و. د ښځو او میرمنو په ګواهیو کې مو اوریدلي چې جنسي تیري پرې شوي او کلا بند شوي عام خلک د لوږې او یخنۍ له کبله مړه شوي. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې اوکراین یوازینی ځای ندی چې د بشري حقونو ناوړه پیښې پکې کیږي. اوس دا ډول پیښې هم ډیرې شوي چې حکومتونه د سرحدونو څخه تیریږي او په منتقدیونو بریدونه کوي.

انټوني بلنکین زیاته کړه، "یوازي همدا تیر کال د ایران استخباراتي اجنټ په بروکلین (د نیویارک ایالت یو ښار) کې د یوې ایراني الاصله خبریالې د تښتولو هڅه وکړله. د اسد رژیم هغه سوریایانو ته ګواښ وکړ چې په جرمني کې یې د محکمو سره د پخوانیوو چارواکو په محاکمه کولو کې همکاري کوله ; په بیلاروس کې د لوکاشینکو رژیم په زور د یوې نړیوالې الوتکې د پرواز مسیر بدل کړ چې یو خپلواک خبریال ونیسي.

حکومتونو ډیر منتقدین په کورونو کې نظر بند کړي. نن ورځ د نړۍ په څه باندې ۶۵ هیوادنو کې تر یو ملیون ډیر سیاسي بندیان په زندانونو کې دي.

د چین حکومت په سین کیانګ کې ډله ایزې وژنې او د بشريت ضد جرمونه جاري ساتلي، په ځآنګړې توګه د اویغوري مسلمانانو او نورو اقلیتونو سره. چین همدارنګه په هانګ کانګ کې د بنسټیزو آزادیو او د نیمه خومختارۍ د ختمولو او په تبت کې سیستوماتیکه ځپه جاري ساتلې.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو بشري ناورین لا ډیر کړ او د هغوي پالیسو د ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه د میرمنو او نجونو بشري حقونو له منځه یوړل.

په اریتریا کې د دې هیواد د ځواکونو په ګډون په جګړې کې ټولو ښکیلو ډلو ظلمونه کړي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې بشري حقونه نړیوال دي. " د هر ملیت، خټې، جسن، معوبیت، او عمر خلک د دې حقونو امتیاز لري او پدې پورې اړه نلري چې څه ډول عقیده لري. د چا سره مینه لري، او یا څه ډول ځانګړنې لري. همدا وجه ده چې متحده ایالات به هیوادونه د بشري حقونو د سرغړاونو او د دیموکراسۍ د اصولو د کمزوري کولو په خاطر مسؤل بولي."

XS
SM
MD
LG