Accessibility links

Breaking News

طالبانو د امریکاغږ او نورو خبري خپرونې بندې کړې


طالبانو په افغانستان کې خصوصي تلویزونې شبکې د امریکاغږ، بي بي سي او دویچه ویلې د خپرونو له خپرولو منع کړي دي.

د امریکاغږ طالبان ددې رسنۍ د خپرونو د بندولو په خاطر وغندل. د امریکاغږ سرپرستې یولاندا لوپز، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: "له طالبانو غواړو چې ددغه سرخوږونکي او بدمرغه تصمیم په اړه خپل نظر بدل کړي. پر محتوا باندې بندیز چې د طالبانو له لورې لګیدلی د بیان د ازادۍ پر وړاندې چې د افغانستان خلک [ددې ازادۍ] مستحق دي یو غیر اخلاقي اقدام دی."

د امریکاغږ په افغانستان کې په دوو عمده ژبو پښتو او دري نیم ساعته خبري حپرونې لرلې چې په اونۍ کې پنځه ورځې د طلوع نیوز او شمشاد تلویزیونونو له لارې خپرېدلې.

میرمن لوپز وویل چې د امریکاغږ د واقعیتونو خپرولو ته ژمن پاته کیږي. هغې وویل: "د افغانستان خلکو ته د رښتینو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره زمونږ یوه ژمنه یو له هغو کارونو څخه ده چې د امریکاغږ یې د تلویزیون، راډیو او انټرنټ له لارې په www.pashtovoa.com او www.darivoa.com او همداشان په ټولنیزو شبکو کې ورته دوام ورکوي."

د بي بي سي د غیر انګلیسي ژبو د برخې رئیس طارق کفاله، له طالبالنو وغوښتل چې ددې رسنۍ خبري خپرونې سمدستي بیرته اعاده کړي. هغه وویل دا ډول بندیز لګول "پداسې وخت کې چې د افغانستان خلک د ناډاډمنتوب او پاریدوونکي حال سره مخ دي" د اندیښنې وړ دی.

دا یو تازه اقدام دی چې طالبانو په تیر اګست کې پر افغانستان باندې د واکمن کیدو وروسته د بیان د ازادۍ د زندۍ کولو لپاره ن کړی دی. د بې پولې خبریالانو د سروی له مخې چې په ډسمبر کې خپره شوه، پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته پدې هیواد کې لږ تر لږه ۴۰ فیصده رسنۍ له فعالیت لویدلې دي او ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان څیړونکې فرشته عباسي د فبرورۍ په میاشت کې رپوټ ورکړ چې "د ښاري اصلي سیمو بهر تر ډیره حده د طالبانو د ازار او بریدونو رپوټونه ندي ورکړل شوي او دا ددې سبب شوي چې په لریو پرتو ولایتونو کې رسنۍ خپله ځان سانسور کړي او یا خپل فعالیت بند کړي."

میرمن عباسي وویل: "په ډیرو ولایتونو کې طالبانو د پراخو موضوعاتو په اړه رپوټونه حذف کړي او ښځینه خبریالانې یې له کاره ایستلي دي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، په یو بیان کې ویلي: "متحده ایالات په ټوله نړۍ کې د بیان د ازادۍ د حق ملاتړ په ځانګړې توګه د خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو ملاتړ ته ژمن دي تر څو هغوی وکړای شي په ازاده توګه او د تاوتریخوالي له ډار پرته فعالیت وکړي."

متحده ایالات د بیان د ازادۍ حق ملاتړ ته ژمن دي او د افغانستان د خلکو تر څنګ درېږي.

XS
SM
MD
LG