Accessibility links

Breaking News

پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه نور هم سختیږي  


د ملګرو ملتونو په ځانګړو سیاسي چارو کې د امریکا سفیر رابرټ ووډ ایګزین اعلان وکړ چې د طالبانو څه دپاسه یو کال واکمنۍ وروسته په افغانستان کې واقعیت نازک او کړکیچن دی.

طالبانو هغه ښځې چې په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو یا ان جې او ګانو کې کار کاوه له کار کولو منع کړي دي. دا عمل په میلیونونو افغانان چې د ژوند د پایښت لپاره په بشردوستانه مرستو تکیه لري له خطر سره مخامخ کوي، ځکه نادولتي موسسې - د دوی د ښځینه کارکونکي په ګډون - د دې مرستو په رسولو کې کلیدي رول لوبوي. سربیر پردې، دا غیر عادلانه عمل په کار ځای کې د افغان میرمنو ګډون محدودوي. امریکا له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دغه پرېکړه بېرته واخلي.

طالبانو د تېر کال د ډسمبر په لومړیو کې له شپږم ټولګي څخه پورته ښونځیو ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس له دغه اقدام سره د مخالفت په څرګندولو سره وویل: «متحده ایالات د طالبانو دغه نه منونکی عمل چې ښځې یې پوهنتونونو ته له تګ منع کړي، د نجونو پر مخ یې منځني ښوونځي بند کړي او په اففغانستان کې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو او اساسي ازادیو نورو محدودیتونو لګولو ته دوام ورکوي په خورا سختو الفاظو محکوموي.»

ښاغلي ووډ یادونه وکړه: "دې اقداماتو یوازې په ښځو او نجونو ناوړه اغیز ندی کړی، "موږ داسې راپورونه لیدلي چې طالبانو قاضیانو ته امر کړی چې د شرعيت د قانون خپل سخت تفسیر پلي کړي.»

زیات افغانان همداشان د طالبانو دغه کړنې ردوي. طالبان په زیاتیدونکې توګه خپلې پخوانۍ کړنلارې ترسره کوي او پدې توګه له نړیوالې ټولنې سره له عادي کیدو او هغه مشروعیت څخه چې دوی یې غواړي، لرې کیږي.

سفیر ووډ وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره مرستې ته ژمن دي.

هغه وویل: «موږ د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې افغانستان ته یو عشاریه یو میلیارد ډالر بشري مرستې برابرې کړي دي او موږ به په افغانستان کې د زیانمن شویو افغانانو او ګاونډیو هېوادونو ته د کډه شویو افغانانو د اړتیاوو پوره کولو ته دوام ورکړو.»

متحده ایالات د افغانستان د خلکو د غوښتنې ملاتړ کوي چې ښځې بیرته کار ته راستانه شي، ښځې او نجونې ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي، او د ښځو لپاره د بشري مرستو او د هغه هیواد د خلکو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې اړین رول لوبولو ته دوام ورکړي. طالبان باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو ته درناوی وکړي.

هغه مشروعیت او ملاتړ چې طالبان یې له نړیوالې ټولنې څخه غواړي له هغه مشروعیت څخه پیل کیږي چې له افغان ولس څخه یې ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG