Accessibility links

Breaking News

د تیانانمین د ډله ییزې وژنې ۳۵ کالیزه


 د چین د تیانانمین څلور لارې
د چین د تیانانمین څلور لارې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "موږ د چین په زرګونه سوله ییز دموکراسۍ پلوه مظاهره چیان رایادو چې د آزادۍ، بشري حقونو او د فساد د ختمولو په وړاندې د مبارزې په خاطر پرې په وحشیانه توګه برید وشو."

دا میاشت د تیانانمین د څلور لارې د ډله ایزې وژنې ۳۵مه کلیزه ده. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه بیان کې وویل: " موږ د چین په زرګونه سوله ییز دموکراسۍ پلوه مظاهره چیان رایادو چې د آزادۍ، بشري حقونو او د فساد د ختمولو په وړاندې د مبارزې په خاطر پرې په وحشیانه توګه برید وشو." هغه زیاته کړه، "پنځه دېرش کاله وروسته، د هغې ورځې [د تلفاتو] اصلي شمیر لا هم معلوم نه دی، خو مونږ د ۱۹۸۹ د جون په څلورمه او د هغې وروسته د ټولو وژل شویو کسانو او بندیانو درناوی کوو."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، "مونږ همداشان د ډیرو هغو نارو [آوازونو] درناوی هم کوو چې د سینکیانګ، تبت او هانګ کانګ په شمول اوس په ټول هیواد کې خاموش شوي دي." [د متحده ایالاتو] د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د وروستي راپور له مخې، "په [۲۰۲۳] کې په چین کې د اکثریت ایغور مسلمانانو او په سینکیانګ کې د نورو توکمیزو او مذهبي لږکیو ډلو د غړو پر وړاندې نسل وژنه او د انسانیت پر وړاندې جرمونه پیښ شوي." په حقیقت کې، له ۲۰۱۷ کال راهیسې، له یو میلیون څخه ډیر اویغوران او د نورو اقلیتي ډلو غوي چې اکثریت یې مسلمانان دي د قضایي پریکړو پرته توقیف شوي په کمپونو، زندانونو کې ساتل شوي او یو نامعلوم شمیر نور د "تادیب" د بیا روزنې ورځنیو مرکزونو ته سوق شوي.

په هانګ کانګ کې، د ملي امنیت قانون چې په ۲۰۲۰ کې تصویب شوی د حکومت لخوا د دموکراسۍ پلوه فعالینو نیولو، محاکمه کولو او سزا ورکولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي. او د مطبوعاتو ازادي په جدي توګه کمه شوې ده.

د بشري حقونو د راپور له مخې په چین کې اکثر سیاسي بندیان یا په زندان کې او یا د توقیف په نورو ډولونو کې ساتل کیږي، چې په کې لیکوال ګوو فیکسینګ، اویغوري عالم الهام توهتي؛ او تبتی بودایي راهب ګو شیراب ګیاتسو، شامل دي.

ښاغلي بلینکن وویل، "مونږ به له نړیوالې ټولنې سره خبرو او کار ته دوام ورکړو چې د [چین د خلکو جمهوریت] د بشري حقونو د سرغړونو په اړه [د چین] دننه او بهر حساب ورکولو ته وده ورکولو لپاره به کار وکړو." هغه زیاته کړه، "مونږ د چین د خلکو جمهوریت ته د تیانانمین د زړورو لاریون کوونکو غږ پورته کوو چې د بشري حقونه او بنسټیزې آزادۍ وپیژني او درناوی یې وکړي چې د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې شامل دي او دوی لاسلیک کړي."

متحده ایالات همداشان د چین د خلکو پر جمهوریت غږ کوي چې هغه سپارښتنې ومني چې په روان کال کې ددې هیواد د بشري حقونو د ریکارډ په اړه د نړیوالې بیاکتنې په جریان کې وړاندیز شوي چې په کې په غیر مشروط ډول د هغو کسانو خوشې کول شامل دي چې په خپل سر او غیر عادلانه توګه توقیف شوي دي.

په داسې حال کې چې بېجينګ د جون د څلورمې نېټې د يادونې د پټولو هڅه کوي، امريکا له هغو کسانو سره په پيوستون کې ولاړه ده چې د بشري حقونو او فردي ازادۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکوي. د هغو خلکو زړورتيا او قربانۍ چې ۳۵ کاله مخکې د تيانانمن په څلورلارې کې ودریدل هیڅکله به هیره نشي.

XS
SM
MD
LG