ایوسف مهرداد او صدرالله فضلي زري د "پیغمبر او دیني او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي" په تور اعدام شول.
د امریکا متحده ایالاتو په ایران کې د هغو دوو کسانو اعدام غندلی چې مذهب ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم شوي وو.
د می په اتمه یوسف مهرداد او صدرالله فضلي زري په مرکزي ایران کې په اراک زندان کې اعدام شول. دوی د ۲۰۲۰ کال په می کې د ټیلیګرام د پیغام رسولو په اپلیکشن کې د "خرافاتو او مذهب د انتقاد" په نامه چینل د چلولو په خاطر نیول شوي وو. د ایران د قضائیه قوې د رسمي خبري اژانس میزان په وینا، دوی "پیغمبر او مذهبي او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي" په تور محکوم شوي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وذارت د ویاند مرستیال ویدانت پټیل په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې، "دا وروستي اعدامونه د ایران د رژیم لخوا د ایران د خلکو د بشري حقونو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او سرغړونې یوه جدي یادونه ده. مذهب ته د سپکاوي ټول قوانین د ایران په ګډون په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه په یو وروستي کلني راپور کې یادونه شوې چې، "د بشري حقونو ډیرو نړیوالو نادولتي موسسو او رسنیو د راپور له مخې د ایران حکومت خپل مخالفان، سیاسي اصلاح غوښتونکي او سوله ایز لاریون کوونکي د خدای د دښمنانو او د اسلام ضد پروپاګند په تور محکوم او اعدام شول."
د مۍ په نهمه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک په ناهیلۍ سره په ایران کې په ۲۰۲۳ کال کې د ترسره شویو اعدامونو د لوړې شمیرې په اړه اندیښنه څرګنده کړه. هغه وویل: "د سږ کال له پیل څخه تر اوسه پورې په ایران کې په اوسط ډول په اونۍ کې څه دپاسه ۱۰ کسان اعدام شوي دي چې په دې توګه دا هیواد د نړۍ ترټولو لوړ اعدام کونکي هیواد دی."
د مهرداد او زري د اعدامونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل هغو بندیزونو ته اشاره وکړه چې متحده ایالاتو د بشري حقونو د ظلمونو له امله پر ایراني چارواکو او ادارو لګولي دي. هغه وویل: "متحده ایالات به د خپلو متحدینو او شریکانو سره په همغږۍ مناسبو اقداماتو ته دوام ورکړي ... ترڅو د ایران رژیم د بشري حقونو څخه د سرغړونو لپاره مسؤل وګڼل شي."