Accessibility links

Breaking News

امریکا د ترکیې د دفاعي صنایعو په ریاست بندیزونه ولګول


د امریکا متحده ایالاتو د ترکیې د حکومت د دفاعي صنایعو په ریاست باندې د روسیې څخه هوا ته د توغول کېدونکیو S-400 میزایلو د سیستم د پیردولو په خاطر بندیزونه لګوي. ترکیې دا سیستم د روسیې د وسلو صادرولو له روسوبرون اکسپورټ شرکت څخه پېرودلی. پدغو بندیزونو کې د ترکیې دفاعي صنایعو ریاست (اس اس بي) ته د امریکا د نویو صادراتو په لایسنس او اجازه لیک باندې بندیز او ددې ادارې د رئیس ډاکتر اسماعیل ډیمیر او په دریو نورو چارواکو باندې د ویزو محدودیتونه او د هغو د پانګو کنګلول کول شامل دي.

ددغو بندیزونو هدف د ترکیې او یا د امریکا د متحده ایالاتو د نورو شریکانو د پوځي وړتیا او یا جنګي چمتوالي کمزوره کول ندي. برعکس، د دې هدف دا دی چې روسیه د خپلو پراخو کړغیړنو کړنو له کبله تاوان وګالي.

د امریکا متحده ایالاتو ترکیې ته روښانه کړې چې د S-400 میزایلو د سیستم پیرودل به د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د تکنالوژۍ امنیت او پرسونل د خطر سره مخامخ کړي او د روسیې دفاعي سکتور به د پام وړ اندازه پانګه ترلاسه کړي او همداشان روسیه به د ترکیې وسله والو ځواکونو او دفاعي صنعت ته لاره ومومي. ترکیه د هغې د ترلاسه کولو او د S-400 د ازمایلو اقدام وکړ سره له دې چې د NATO-interoperable سیستم ته یې د خپل دفاعي ضرورت لپاره لاسرسی درلود. دغه تصمیم ددې سبب شو چې ترکیه د F-35 بریدګرو جنګي الوتکو د نړیوال شراکت څخه وایستل شي.

دغه بندیزونه یوه څرګنده اشاره ده چې د امریکا متحده ایالات به د روسیې د دفاعي چارو او استخباراتي سکتور سره مهمې معاملې ونه زغمي.

په یوه لیکلي اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ترکیې غوښتي چې د «S-400ستونزه د امریکا د متحده ایالاتو سره په هم اهنګۍ سمدستي حل کړي. ترکیه د امریکا د متحده ایالاتو لپاره یو باارزښته متحد او د سیمه ییز امنیت مهم شریک هیواد دی، او مونږ غواړو چې د ترکیې د S-400 مانع په لرې کیدو سره په دفاعي سکتور کې د لسیزو اوږدې تاریخي ګټورې همکارۍ ته دوام ورکړو.»

XS
SM
MD
LG