Accessibility links

Breaking News

امریکا کې د پخوانیو پوځیانو د درناوي د ورځې نمانځنه


د نومبر ۱۱ په متحده ایالاتو کې د مخکنیو سرتیرو د یاد ورځ ده. پدې ورځ امریکایان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یو شمیر نور خلک پدې ورځ د هغو خلکو درناوی کوي چې خپلو هیوادونو ته یې په پوځي یونیفورم کې د جګړو او سولې پر وخت خدمت او سرښیندنې کړې دي.

دغه نمانځنه د لومړۍ نړیوالې جګړې سره ریښه لري. هغه وخت نږدې څلور نیم کلنې جګړې په ریښتیا هم نړۍ سره پیوست کړه. دا جګړه په آسیا او افریقا کې، په آرام سمندر کې په ویشل شویو ټاپوګانو، د اروپا او سویلي امریکا په اوبو کې او همدارنګه د اروپا د جګړې په ډګرونو کې وشوه. په هغو ورځو کې، دا اکثرا د "لوی جنګ" په نامه یا "د ټولو جګړو پای ته رسولو جګړه" یادیدله.

د څلورو کلونو جګړو وروسته د ۱۹۱۸ کال د نومبر د ۱۱ له غرمې یو ساعت دمخه متارکه وشوه چې جګړه پای ته ورسوي او پدې توګه د ۱۹۱۸ کال د ۱۱ میاشتې په ۱۱ ورځ په ۱۱ بجو جګړه ودریدله. که څه هم چې لومړنۍ نړیواله جګړه په رسمي توګه د ۱۹۱۹ کال د جون په ۲۸ د وارسای د تړون په اساس ختمه شوه خو په عامه توګه داسې ګڼل کیږي چې دغه جګړه د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۱۱ پای ته رسیدلې ده.

یو کال وروسته د متحده ایالاتو [د هغه وخت] ولسمشر ویډرو ویلسن د نومبر ۱۱ د جګړې د پای ته رسیدو تړون د نمانځنې ورځ اعلان کړه. دا د رسم ګذشتونو او عامه غونډو ورځ وه، او د سهار په ۱۱ بجو ټولو خپل کارونه او فعالیت د هغو خلکو په درناوي درول چې په جګړو کې یې برخه اخیستې وه. نن ورځ اکثر هغه هیوادونه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکیل وو لا هم دغه ورځ نمانځي.

خو پداسې وخت کې چې نور جنګونه وشول په ۱۹۵۴ کال کې جمهور رئیس دوایت آیزنهاور، د پخوانیو سرتیرو د ورځې نمانځل پراخ کړل ترڅو د ټولو هغو کسانو درناوی وشي چې هم په جګړه کې او هم په سوله کې یې په پوځي یونیفورم کې خدمت کړی دی. په اصل کې د پخوانیو سرتیرو د یادونې ورځ له جګړې سره اړیکه نلري. دغه ورځ د هیڅ بریالیتوب او یا د جګړې په ډګر کې د ماتې یادونه نده او د هیڅ ډول ارضي یا سیاسي ځانپالونکي پرمختیا نمانځنه نده. بلکې د بریتانیا، کاناډا، جنوبي افریقا او نورو هیوادونو په څیر د یادونې هغه ورځ ده چې د خپلو پخوانیو سرتیرو خدمتونو او سرښیندنو ته درناوی کیږي.

XS
SM
MD
LG