د امریکا د کورنۍ جګړې په ترڅ کې جمهور رئیس ابراهام لینكن، په ځپلې مشهورې وینا کې په ګټیسبرګ کې له خپلو هیوادوالو وغوښتل تر څو ډاډمن شي چې آزادي "په نړۍ کې له منځه لاړه نشي". د هغه دغه خبرې د کلونو په اوږدو کې د امریکا د وسله والو ځواکونو په ګډون ډیرو خلکو ته الهام ورکړی چې نه یواځې د امریکا د آزادۍ ساتلو لپاره بلکې د نورو هیوادونو لپاره هم جنګیدلي دي.
نن، د امریکا د مخکنیو سرتیرو د یادونې په ورځ، امریکا دغو نارینو او ښځینو ته د درناوي او د هغوی کړو وظیفوي ارزښتونو او سرښیندنو ته د احترام لپاره چوپتیا غوره کوي. د پوځ د لیکو څخه له وتلو کلونه وروسته دغه سرتیري لا هم د یوې آزادې خاورې د اوسیدونکو سمبول دي.
دغه د رخصتۍ ورځ چې هر کال د نومبر په ۱۱ نمانځل کیږي، په هغه اوربند سره پیل شوه چې په ۱۹۱۸ کې یې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسوله. هغه جګړې چې په اسیا، افریقا، د آرام سمندر په خورو ورو جزایرو او د جنوبي امریکا په اوبو کې او همداشان د په اروپا کې د جګړې په جبهو کې بلې وې، "د ټولو جګړو د پای ته رسولو د جګړي" په عنوان ګڼل کیدې. خو نور جنګونه رامنځ ته شول او په ۱۹۵۴ کال کې جمهور رئیس دوایت آیزنهاور، د پخوانیو سرتیرو د ورځې نمانځل پراخ کړل تر څو د ټولو هغو کسانو درناوی وشي چې هم په جګړه کې او هم په سوله کې یې په پوځي یونیفورم کې خدمت کړی دی.
زمونږ دولت تر نن ورځې هڅه کوي پخوانیو سرتیرو ته چې د خدمت دوره یې پای ته رسیدلې داسې پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي چې د هغوی سره د کار پّ موندلو او غیر پوځي ژوند ته په تګ کې مرسته وکړي.
په اصل کې د پخوانیو سرتیرو د یادونې ورځ له جګړې سره اړیکه نلري. دغه ورځ د هیڅ بریالیتوب او یا د جګړې په ډګر کې د ماتې یادونه نده او د هیڅ ډول ارضي یا سیاسي ځانپالونکي پرمختیا نمانځنه نده. بلکې د بریتانیا، کاناډا، جنوبي افریقا او نورو هیوادونو په څیر د یادونې هغه ورځ ده چې د خپلو پخوانیو سرتیرو د خدمتونو او سرښیندنو ته درناوی کیږي.