Accessibility links

Breaking News

د ۲۰۲۰ کال د پولیو نړیواله ورځ


د پولیومیلیت یا پولیو یوه فلج کوونکې ساري او وژونکې بیماري ده چې د پولیو ویروس یې زېږوي. د پولیو ویروس د عصبي سیستم پر مرکز برید کوي او په څو ساعتونو کې د بشپړ فلج کېدو لامل کیږي. دا ویروس په هر عمر کې انسانان اغیزمن کولی شي، خو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ دي. په واکسین په پولیو باندې د اخته کېدو مخنیوی کیدای شي، خو که یو ځل پرې څوک اخته شو، بیا یې درملنه نه کیږي.

په ۱۹۸۸کې د نړۍ د روغتیا اسمبلۍ ژمنه وکړه چې د ګوزڼ (پولیو) به محوه کړي، هغه مرض چې د نړۍ په ۱۲۵هېوادونو کې په کال کې څه باندې ۳۵۰زره ماشومان فلج او معیوبوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې (یوایس اېډ) د همکاریو له کبله په ۱۹۹۴کې په امریکا، په ۲۰۰۰ کې په لویدیځ پاسفیک، په ۲۰۰۲کې په اروپا، په ۲۰۱۴ کې په ختیځې اسیا او په دا وروستیو کې سږکال په افریقا کې وحشي ګوزڼ ختم شو. د اګست میاشتې په نیمایي کې افریقا د ګوزڼ څخه پاک اعلان شو او په څلورو کلونو کې د دغه ویروس یوه پېښه هم په کې ثبت شوې نه ده. نایجریا په سیمه کې وروستی هېواد و چې دا سخت معیارونه یې پوره کړل، د پولیو څخه د پاکو اعلان شویو ۴۶هېوادونو سره یوځای او د عامې روغتیا په برخه کې یې دا تاریخي شېبه ونمانځله. دا مهال په نړۍ کې د ګوزڼ پېښې ۹۹.۹سلنه ختمې شوې او یوازې افغانستان او پاکستان دي چې لا هم د ګوزڼ پېښې تجربه کوي.

په ډېرو هېوادونو کې د پولیو د ختمولو لارې چارې هومره اسانه نه دي. اوږد مهال شخړې، ناسم معلومات، د خلکو بېځایه کېدل، لېرې پرتې سیمې او ځینې نورې ننګونې هغه څه وو او دي چې د ګوزڼ د ویروس په ضد یې د هېوادونو مبارزه ټکنۍ کړې ده. که د دغه ویروس د پاتې شونو انتقال درول کیږي، باید پایداره هلې ځلې هم روانې وې. یواځې د ثابتې ژمنتیا، د ستونزو د حل نوښتګرې لارو چارو، د سیمه ایزو خلکو، ملي حکومتونو او نړیوالو ملګرو او ایتلافونو هلو ځلو او هڅو له پولیو څخه د یوې پاکې نړۍ ته د رسیدو زمینه برابره کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د پراختیايي ادارې د بې شمېره روغتیايي کارکوونکو، د ټولنو د مشرانو او رضاکارانو سره چې هر ماشوم ته د ځان رسولو هلې ځلې کوي، د ګډ کار او مرستې له لارې هرکال څه دپاسه ۴۰۰میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کړی چې په نړۍ کې ګوزڼ ختم شي. د همدغو هلو ځلو له برکته دا مهال په نړۍ کې ۱۹میلیون هغه خلک د ګرځېدو جوګه دي چې ښايي فلج شوي وای او ۱.۵میلیون نور انسانان ژوندي دي چې ښايي د دغه ویروس له کبله مړه وای.

۲۰۲۰ یو تاریخي کال دی چې د پولیو نړیواله ورځ په کې افریقا کې د پولیو د ختمیدو په اعلانولو سره په داسې حال کې نماځل کیږي چې د کروناویروس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مصونیت د عادي چارو په ګډون مهم روغتیایي پروګرامونه اغیرمن کړي دي. د مخ په وړاندې تګ لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پراختیايي اداره او ملګري یې پلان لري چې د پولیو د ختمولو په لار کې له خپلو زده کړو او رغول شویو بنسټونو څخه د اوسنۍ وبا او په آینده کې رامنځ ته کېدونکو رنځونو ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG