Accessibility links

Breaking News

د ۲۰۲۳ کال د نري رنځ ناروغۍ نړیواله ورځ 


د نري رنځ نړیواله ناروغي
د نري رنځ نړیواله ناروغي

د مارچ ۲۴مه د نري رنځ نړیواله ورځ ده. دې ورځې ته پاملرنه یو ښه فرصت دی چې د نړۍ ترټولو پدغه لرغونې او وژونکي ناروغۍ باندې رڼا واچول شي. ددې کال موضوع "هو! موږ کولی شو نري رنځ ته د پای ټکی کیږدو! "

د مارچ ۲۴ د نري رنځ نړیواله ورځ په ۱۸۸۲ کال کې د ډاکټر رابرټ کوخ د مایکوباکټریوم نري رنځ د کشف یادونه کوي، هغه باکتریا چې ددې ناروغۍ لامل کیږي. دا ددې بې رحمه وژونکي د له منځه وړلو په لور د سفر لومړی ګام و، کوم چې د شلمې پیړۍ په مینځ کې د انټي بیوټیکونو د کشف او بیا ډله ایز تولید سبب شو.

توبرکلوز یا نري رنځ د زرګونو کلونو راهیسې انسانان ځپلي دي. څیړونکو د دې [ناروغۍ] نښې په شپږ زره کلن لرغوني انساني اسکلیټ کې او د پنځه زره کلن مصري مومیایی د ملا په تیر (نخاع) کې موندلي دي. په حقیقت کې، داسې باور دی چې د مایکوباکتریوم نري رنځ د خلکو سره یوځای رامنځته شوی - او دا لاهم وده کوي.

د صنعتي انقلاب په راتګ سره، دا ناروغي په چټکۍ او پراخه توګه خپره شوه. پداسې حال چې نفوس وده کوي، خلکو د کار په لټه کې ښارونو ته مهاجرت پیل کړ. د ژوندانه د ګڼې ګوڼې شرایط، د مناسب حفظ الصحې او تغذیې نشتوالی، د هوا خرابوالی د دې ساري ناروغۍ د خپریدو لپاره مناسب شرایط رامینځته کړي. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې، نری رنځ یو له خورا ویره لرونکو ناروغیو څخه و، چې په اروپا او امریکا کې د وبا کچه ته رسیده او په هرو اوو کسانو کې یې یوه مړینه یې رامنځته کوله.

نن ورځ، نري رنځ لاهم د نړۍ ترټولو وژونکې ساري ناروغي ده، چې هر کال د نږدې ۱.۵ ملیون خلکو د مړینې لامل کیږي، چې اکثر یې بې وزله دي. دا کومه تصادفي خبره نه ده چې په د یو نفوس ترمنځ د نري رنځ کچه د پراختیا یو له شاخصونو څخه دی. هغه کسان چې ښه، مغذي خواړو او طبي پاملرنې ته لاس رسی نلري ډیر کم احتمال لري چې د تبرکلوز څخه وژغورل شي او یا په بشپړ ډول یې مخنیوی وشي. د درملنې په صورت کې د بیا رغیدنې کچه شاوخوا ۸۵ سلنه ده. د درملنې پرته، نري رنځ خپل نیمایي قربانیان وژني.

ولسمشر جو بایډن د تیر کال د ایډز، نري رنځ او ملاریا سره د مبارزې لپاره د نړیوال وجهي صندوق د بیا ځای پرځای کولو په اوومه غونډه کې وویل: "هرڅوک باید وکوالی شي یو روغ، ګټور او بشپړ ژوند پرمخ بوزي. دا زموږ هدف دی."

ښاغلي بایډن زیاته کړه: "راځئ چې دا جګړه په ګډه پای ته ورسوو. اوس هغه وخت دی چې د روغتیا د نابرابرۍ کمولو او د جنسیت او بشري حقونو د خنډونو په ګډون د لاسرسي په وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړو؛ چې د روغتیایي پاملرنې یو ډیر ټول شموله سیسټم رامینځته شي ترڅو هیڅوک شاته پاته نشي، ... چې نری رنځ پای ته ورسیږي... د ښیګڼې لپاره."

XS
SM
MD
LG