د یمن لپاره مهمې شیبې

یمن

ملګرو ملتونو شپږ میاشتې مخکې په یمن کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ اوربند وکړ. اوربند ددې سبب شو چې د اته کلنې جګړې د پیل راوروسته نسبتا د اوږدې مودې لپاره آرامي رامنځته کړي او مرګ ژوبله ۶۰ فیصده راکمه کړي. اوربند ددې سبب شو چې ۲۹ زره یمنیان طبي خدمات ترلاسه کړي او د صنعا له هوایی ډګر څخه د سوداګریزو الوتنو له لارې په بهر کې د خپلو عزیزانو سره یوځای شي او د سرې بحیرې د بندرونو له لارې پنځه چنده ډیر تیلو ته اجازه ورکړي او د اړتیا وړ اکمالاتو لیږد اسانه کړي. په هرصورت، اوربند د اکتوبر په دوهمه پای ته ورسید او حوثیانو د ملګرو ملتونو لخوا د یمن د خلکو لپاره د دې ګټو د پراخولو او اوږدولو هڅې رد کړې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال ریچارډ ملز وویل، یمن د حوثیانو د نه انعطاف له امله د سولې له لارې په شا کیږي، چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوربند وړاندیز په منلو کې پاتې راغلي دي.

"دا حوثیان دي چې باید د نورو کړاوونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او د یو پراخ اوربند د تړون له مخې یمنیانو ته د لا زیاتو ګټو وړتیا ورکړي. دوی اخلاقي مسوولیت لري چې یمنیان له دې ګټو بې برخې نه کړي.»

په هرصورت، سفیر میلز وویل. "متحده ایالات [ټول اړخونه] هڅوي چې ګوندونه په لویه کچه د اوربند شرایطو او د ملګرو ملتونو په مشرۍ خبرې اترې دوام وکړي."


"په داسې حال کې چې نړۍ د ناورین سره مخ او ویشل شوې، بیا هم د ملګرو ملتونو د اوربند په ملاتړ د پام وړ نړیواله اجماع شته: په یمن کې د جګړې لپاره هیڅ نظامي حل نشته. یو ټول شموله، دوامداره سوله ایز تړون یواځینۍ لار ده چې د یمنیانو د لا زیاتو کړاوونو، د ملکي تلفاتو او د ژور بشري بحران مخه نیولی شي.

سفیر میلز وویل، "موږ هیله لرو چې حوثي یاغیان د سولې لپاره د یمن د خلکو غوښتنې رد نه کړي او د اوربند د غځولو لپاره نړیواله اجماع له پامه ونه غورځوي، بلکې موږ له هغوی څخه غوښتنه کوو چې په یمن کې د یوې ټول شموله، تلپاتې سولې د تضمین لپاره د ښه نیت په خبرو اترو کې برخه واخلي."

"حوثیان باید یوه تاریخي پریکړه وکړي، چې راتلونکي نسلونه یې په یاد ولري. هغه دا چې کله هغوی فرصت درلود - آیا د خپلو خلکو لپاره یې سوله او سوکالي غوره کړه او یا یې د بې معنی ویجاړۍ، نه ستړي کیدونکي تاوتریخوالي او اقتصادي محرومیتونو لړۍ ته دوام ورکړ کوم چې یمن یې له تیرو اتو کلونو راهیسې ځپلی دی؟"

سفیر ملز وویل: "موږ د نړیوالې ټولنې سره یو ځای چمتو یو چې د یو ټول شموله، دوامدار سولې موافقې او د بیا رغونې هڅو ته د یمن د بهیرملاتړ وکړو." هغه زیاته کړه، "خو دا د یمني اړخونو او په ځانګړي ډول حوثیانو پورې اړه لري چې سوله غوره کړي."