د ایران د قضایه قوې یو ویاند اعلان وکړ چې دوه زنداني شوي ایراني خبریالان چې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې کردۍ ایرانۍ مهسا امیني د وژنې اړوند پیښو په هکله یې رپوټونه خپاره کړي وو، د می میاشتې په پای کې محاکمه کیږي. د سپتمبر په میاشت کې د اخلاقي پولیسو لخوا د ناسم حجاب اغوستلو له امله له نیول کیدو وروسته د امیني مړینې، په ټول هیواد کې د ایران د رژیم پر ضد لاریونونه وپارول.
نیلوفر حمیدي او الاهه محمدي وروسته له هغه چې د امیني د کیسې په خپرولو کې یې مرسته وکړه، د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهیسې د ایران په دوو مشهورو زندانونو کې بندیانې دي. دواړه د نظام پر ضد د پروپاګند، د ملي امنیت پر ضد عمل او له امریکا سره د همکارۍ په ګډون له یو لړ تورونو سره مخامخ دي. د راپورونو له مخې دوی کافي قانوني مرستې نه دي ترلاسه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یو خبري کنفرانس کې د حمیدي او محمدي پر ضد تورونه وغندل. هغه وويل: "موږ دا تورونه ردوو." او زیاته یې کړه چې، "څرګنده ده چې دا [تورونه] ریښتیا ندي. او زه غواړم په ډاګه کړم چې د لاریونونو په جریان کې، ایراني چارواکو په وار وار د ایرانیانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او هغوی یې د خپلو اساسي آزادیو څخه د ګټې اخیستنې په خاطر مجازات کړي دي. په دې کې نه یوازې د ایران عام خلک چې د لاریون لپاره راوتلي وو، بلکې د هیواد خبریالان هم شامل دي.
د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په وروستي راپور کې په ۲۰۲۲ کې د ایراني چارواکو لخوا د بشري حقونو څخه د مهمو او پام وړ سرغړونو یادونه شوې ده. د دوی په مینځ کې "د بیان په آزادۍ سخت محدودیتونه، چې تاوتریخوالی، د تاوتریخوالي ګواښونه، د خبریالانو غیر عادلانه نیول او محاکمه کول، سانسور، او د جنایي تورنولو او سپکاوي قوانینو پلي کول؛ [او] د انټرنیټ په آزادۍ جدي محدودیتونه په کې شامل دي.
د بهرنیو چارو وزارت د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په مظاهرو کې د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا د څه باندې ۵۰۰ کسانو د وژل کېدو او د ۱۹۰۰۰ اعتراض کوونکو د نیولو خبر هم ورکړی دی. برسېره پردې، راپور یادونه کوي چې سیاسي مخالفان او ژورنالیستان اکثرا په لویو جرمونو تورن شوي، او اعدامونه پرته له کومې پروسې ترسره شوي.
ښاغلي میلر وویل: "په درواغو محاکمې او اعدامونه د رژیم کلیدي کړنې دي چې هر ډول مخالفت وځپي." هغه زیاته کړه، "موږ یو ځل بیا پر ایراني چارواکو غږ کوو چې خپل سري توقیفونه ودروي، خپلې بې شرمه محاکمې ودروي، او د ایراني خلکو د بنسټیزو آزادیو له انکار څخه ډډه وکړي