د ۲۰۲۳ د سمندر نړیواله ورځ

کستاریکا د سمندر ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو څخه جایزه ترلاسه کړې

د جون اتمه د سمندر نړیواله ورځ هغه فرصت دی ترڅو دا ومنو چې سمندر تقریبآ زمونږ د ژوند په هر اړخ باندې اغیز لري.

د جون اتمه د سمندر نړیواله ورځ هغه فرصت دی ترڅو دا ومنو چې سمندر تقریبآ زمونږ د ژوند په هر اړخ باندې اغیز لري. دا د ځمکې د کرې نیمایي اکسیجن تولیدوي، زموږ په سیارې کې د ژوند د سترې آبادۍ ملاتړ کوي، او څرنګه چې د دا د ټرانسپورټ او تفریح اسانتیاوې رامنځته کوي، دا د نړۍ د اقتصاد لپاره خورا اړین دی. د ځمکې په سر د ټولو ژویو نږدې نیمایي د خپلې بقا لپاره سمندر ته اړتیا لري.

د اقتصادي ودې، انرژي او چاپیریال په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هوزې فرنانډیز وویل: "سمندر د ځمکې پر سر ټول ژوند ساتي. د ملیونونو خلکو لپاره معیشت چمتو کوي. موږ د سمندر څخه کبان خورو. دا موږ سره نښلوي. دا موږ تغذیه کوي. دا زموږ اقلیم چلوي. او دا په حقیقت کې د ډیرو کلتورونو لازمي برخه ده. او د نړۍ ډیر هیوادونه ځانونه په سمندر پورې اړوند ګڼي."

خو، دا هیڅ مبالغه نه ده چې ووایو، نن ورځ سمندر د ککړتیا، ډیرې زیاتې کب نیونې، او د ساحلي طبیعي استوګنځایونو له لاسه ورکولو په وجه له جدي ګواښ سره مخ دی، چې تر ډیره د بشري فعالیتونو په وجه رامنځته کیږي.

ښاغلي فرنانډیز وویل، د سمندر د ساتنې او حفاظت لپاره، متحده ایالاتو تیر کال د سمندر د ساتنې ژمنه، وړاندې کړه. دا یوه خورا ساده ژمنه ده.

هغه زیاته کړه، "موږ ژمنه کوو چې په متحده ایالاتو کې زموږ تر واک لاندې د ۳۰ فیصده سمندرونو ساتنه وکړو او دا هغه څه دي چې موږ یې پلان لرو چې تر ۲۰۳۰ کال پورې یې ترسره کړو او دا د ۳۰ پر ۳۰ ژمنه بولو."

ښاغلي فرنانډیز وویل، موږ د ملګرو هیوادونو او سازمانونو سره هم کار کوو ترڅو د غیرقانوني، له خبرداري پرته او د غیر منظمې کب نیونې د کمولو په ګډون په پرله پسې توګه سمندر وساتل شي.

"د سمندر نړیواله ورځ یو فرصت دی چې سره لاس یو کړو او د سمندر طبیعي منابعو د ساتنې لپاره، د سمندر د اصلي او طبیعي حالت د ساتلو لپاره، او د سمندر د ککړتیا د مخنیوي لپاره د لارو په موندلو کې جدي مرسته وکړو. موږ د خپل سمندر د پاکولو لپاره وخت له لاسه ورکوو. موږ د سمندر سره په کړکیچ کې یو، او زموږ کار سخت شوی دی."

متحده ایالات ژمن دي چې زموږ د سمندر ساتنه وشي او د ځمکې د سیارې لپاره ښه راتلونکې خوندي شي.