په غزه کې ناورین

په غزه کې ماشومان د خواړو ترلاسه کولو ته ولاړ دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي: "د امریکا متحده ایالتونه له لومړۍ ورځې څخه کار کړی چې غزې ته د لاسرسي لارې خلاصې کړي ترڅو اړمنو خلکو ته مرستې ورسیږي."

پداسې حال کې چې په غزه کې جګړه دوام لري، د هغه ځای ۲.۲ میلیونه خلک له بحران سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په وینا، په غزه کې د خوراکي توکو او اوبو رسولو مخه نیول شوې ده. د سیمې ټول نفوس د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دی او لږترلږه په هرو څلورو کسانو کې یو یې له خورا لوږې سره مخامخ دی او په افق کې د قحطۍ احتمال له ورایه بریښي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اردن په پلازمینه عمان کې د خوړو د نړیوال سازمان د سیمه ییزې همغږۍ د ګدامونو له لیدنې وروسته وویل: "موږ په غزه کې د نارینو، میرمنو او ماشومانو لپاره په خورا سخت او په حقیقت کې د خوراکي توکو په خراب وضعیت باندې تمرکز کوو، او دا هغه څه دي چې موږ پرې ۲۴ ساعته کار کوو." هغه زیاته کړه: "زه غواړم د نړیوال خوراکي پروګرام د غیر معمولي کار ستاینه وکړم چې هڅه کوي ډیرو خلکو ته په اغیزمنه توګه ډیر خواړه ترلاسه کړي. دوی دا کار همداشان په غزې کې خپل ټیم ته د لوی خطر د پیښیدو سره سره کوي."

هغه وویل: "دا یوه خورا اړینه او لازمي هڅه ده. لازمي پدې ده چې موږ اړو خلکو ته اعظمي مرستې ورسوو. همداراز نه یوازې دا مرستې غزې ته ورسوو، بلکې کله چې دا مرستې غزې ته ورسیږي، هغه په مؤثره توګه په هغو خلکو وویشل شي چې د غزې په هر ځای کې ورته اړتیا لري. موږ به په راتلونکو ورځو کې هم په دې اړه کار وکړو."

ښاغلي بلینکن وویل: "د امریکا متحده ایالتونه له لومړۍ ورځې څخه کار کړی ترڅو غزې ته د لاسرسي لارې خلاصې کړي، ترڅو خلکو ته مرستې ورسوي." هغه زیاته کړه، "موږ هره ورځ په دې اړه کار ته دوام ورکوو، نه یوازې دا چې لارې خلاصې وساتو، بلکې هغه نورې هم زیاتې کړو چې په اغیزمنه توګه زیات خوراکي توکي، زیاتې مرستې، لا زیاتو خلکو ته ورسیږي."

په حقیقت کې، متحده ایالات د خوړو د نړیوال سازمان تر ټولو لوی تمویل کونکی دي، چې تر اوسه یې په غزه او لویدیځه غاړه کې نږدې ۸۶۰ زره کسانو ته خواړه چمتو کړي دي.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن همداشان وویل: " د امریکا متحده ایالتونه د نړیوال خوراکي پروګرام شاوخوا ۵۰ سلنه بودیجه چمتو کوي. تیر کال یې شاوخوا درې میلیارد ډالره بودیجه ورته چمتو کړې وه. موږ نه یوازې په غزه کې، بلکې د نړۍ په ډیرو نورو ځایونو کې د (ډبلیو اف پي) سره په ګډه کار کوو. په عین حال کې، موږ په تیرو څو میاشتو کې مصر ته په غزې کې د ویشلو لپاره شاوخوا ۵۰ زره پونډه خوراکي محصولات لیږلي دي."

ښاغلي بلینکن وویل: "د دې ټولو هڅو له لارې، موږ هوډ لرو چې په غزه کې د نارینو، ښځو او ماشومانو د وضعیت د ښه کولو لپاره هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو، که دا د خوړو خبره وي او که دا په پراخه کچه د بشري مرستو خبره وي."