د ولسمشر ټرمپ له خوا د تعارفو د تطبیق ادامه او د نویو تعارفو اعلان

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولای پر ۷ مې نېټې یو اجرایوي فرمان لاس لیک کړ چې په ترڅ کې یې پر هیوادونو باندې د تعارفو فیصدي چې د مهلت سره سم د جولای پر ۹ مه نېټه تطبیقېدله ، اوس به دغه مهلت د ۲۰۲۵ کال د اګست تر لومړې نېټې پورې تمدید شي.

ښاغلي ټرمپ ګڼ شمیر هیوادونو ته لیکونه ولېږل او هر هیواد ته یې د دوي د تعارفو فیصدي په ډاګه کړه چې دغه بالمثل تعارفې به پر یادشویو هیوادونو باندې د اګست د لومړۍ نېټې څخه تطبیقېږي

یادشوي لیکونه د امریکا د سوداګرۍ ملګرو هیوادونو ته د ولسمشر د فرمان سره یوځای ولېږدول شول او دا د ولسمشر ټرمپ تعهد څرګندوي چې د امریکا د اقتصادي استقلال په برخه کې یې لري او غواړي چې د سوداګرۍ ګن شمیر یو جانبه اړیکې چې زمونږ اقتصاد او ملي امنیت ته ګواښ پيښوي، سمې کړي.

ولسمشر ټرمپ ګڼ شمیر هیوادونو ته لیکونه ولېږل چې په کښي جاپان، جنوبي کوریا، جنوبي افریقا، قزاقستان، لاووس، مالیزیا، میانمار،تونس، بوسنیا، هیرزیګوینا، اندونزیا، بنګله دیش ، سربیا، کمبوډیا او ټایلند شامل دي.

دغو هیوادونو ته خبر ورکړل شوی دی چې د اګست د لومړۍ نېټې څخه به پر دوی د تعارفو نوې فیصده تطبیقېږي چې هدف یې دا دی چې زمونږ د سوداګرۍ دوې اړخیزې اړیکې بالمثل شي او د وخت په تیریدو سره زمونږ کوم ملي اضطراري حالت چې د سوداګرۍ د کسر له امله رامنځ ته شوی ورته حل لاره راوایستل شي.

ولسمشر به په راتلونکو ورځو او اونیوو کې نورو هیوادونو ته هم لیکونه واستوي.

د ولسمشر په اجرایوي فرمان کې راغلي چې ،، هغه هیوادونه چې د تعارفوي او غیر تعارفوي خنډونو د لیري کولو په برخه کې جدي نه دي چې د امریکا د صادراتو مخه نیسي او امریکايي کارګرو، بزګرو او کاروبارونه ته تاوان پېښوي، د عواقبو سره مخ کېږي.،،

د ولسمشر په فرمان کې دا هم راغلي چې ،، ولسمشر ټرمپ په امریکا کې زمونږ د سوداګرۍ د ملګرو تجارت ته ښه راغلاست وايي لکه څنګه چې دغه هیوادونه په خبر دي پر دوي باندې به که د امریکا دننه زمونږ په هیواد کې خپل توکي تولید کړي هیڅ تعارفه وارده نشي.،،

ولسمشر ټرمپ هوډ کړی دی چې د امریکا متحده ایالات به ټول هغه څه چې ممکن وي ترسره کړي چې منظورۍ ژر ترژره، په مسلکي او دوامداره ډول ترلاسه کړي چې د امریکایانو دپاره د تولید د صنعت کاروبارونه بیرته امریکا ته راستانه کړي.

د اپریل په دویمه نېټه ولسمشر ټرمپ ملي اضطراري حالت اعلان کړ چې د امریکا د توکو په برخه کې د پراخ او دوامداره سوداګریز کسر ته ځواب ووايي. دغه کسر، زمونږ په دوو اړخیزو تجارتي اړیکو کې د بالمثل چلند د نشتوالي له کبله او د تعارفوي او غیر تعارفوي موانعو او دغه راز زمونږ د سوداګریز ملګرو د اقتصادي پالیسیو له کبله چې داخلي معاشات او مصرف ځپي، رامنځ ته شوی دی.

په هغه لیک چې د جولای په ۷ مه نېټه د نړۍ بیلابیلو مشرانو ته یې لېږلی دی، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې ،، که چیري تاسې هیله لری چې خپل بند سوداګریز مارکيټونه د امریکا پر مخ پرانیزی او تعارفې حذف کړی او تعارفوي او غیر تعارفوي موانعې له مینځه یوسی مونږ به په دغه لیک کې پر تغییراتو غور وکړو.،،

ولسمشر زیاته کړه چې ،، د تعارفو دغه فیصده ښايي اصلاح شي او پورته او کښته شي دا ستاسو د هیواد سره زمونږ په دوو اړخیزو اړیکو پورې اړه لري.،،

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل چې ،، تر هغه پوري چې په ما پورې اړه لري‌ مونږ خپل کار وکړ.،،