د شمالي کوریا د معلوماتي ټیکنالوژۍ د برخې پر کارمندانو باندې د امریکا بندیزونه

د امریکا د خزانې وزارت د باندنیو شتمنیو څانګې پر سانګ کوم هیوک باندې چې د سانګ په نامه مشهوره دی او یو ورانکاره انټرنټي فعال دی بندیزونه لګولي دي ځکه هغه د شمالي کوریا د کشف د عمومي بیرو سره د تړلې انټرنیټي غلې ډلې سره چې د آندریل په نامه یادېږي، کار کوي.

سانګ د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارګرانو یوه داسې برنامه ترتیب کړې وه چې په ترڅ کې به یې وګړي چې معمولا به د شمالي کوریا اتباع وو، په چین او روسیې غوندې هیوادونو کې استخدامول او جعلي هویت او تابعیتونه به یې ورته برابرول چې بیا وروسته به یې په ناخبرو کمپنیو کې د استخدام زمینه ورته برابروله چې د شمالي کوریا د رژیم دپاره عواید راټول کړي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ دغه کارکونکي په دې هم مشهوره وه چې په خپلو کمپنیوو کې به یې د کمپیوټر سیسټم ته وایروسونه انتقالول چې د کمپنیوو د کمپیوټر سیستم څخه لازیاته ګټه پورته کړي.

د امریکا متحده ایالاتو دغه راز پر یوه کس او څلورو سازمانونو باندې چې په روسیې کې میشتې د معلوماتي ټیکنالوژۍ د کمپنۍ سره یې د ورته جعلې برنامه په لړ کې کار کوی چې د شمالي کوریا دپاره عواید راټول کړي، بندیزونه لګولي دي.

دغه بندیزونه د امریکا د هغه هدف برخه ده چې غواړي د شمالي کوریا د انټرنیټي اسپیناژیا جاسوسۍ او دغه هیواد ته د عواید د راټولېدو د عملیاتو مخه ونیسي.

د امریکا د خزانې د وزارت مرستیال مایکل فولکېندر وویل چې دا اقدامات،، د شمالي کوریا په برخه کې د احتیاط کولو اهمیت په ډاګه کوي چې څنګه دغه هیواد په دوامداره توګه هڅه کوي چې خپل د بالیستیکي توغندیوو پروګرام او دغه راز د ډله ایزې ویجاړتیا د وسلو د پروګرامونو د تمویل دپاره کار کوي.،،

شمالي کوریا د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د کارمندانو د استخدام له لارې د پام وړ عواید ترلاسه کوي او د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د انټرنیټي اسعارو او ټکنالوژۍ د برخې په کمپنیو کې په جعلي ډول د کارمندانو دپاره دندنې ترلاسه کوي.

د شمالي کوریا رژیم اوس مهال په نړۍ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې په زرګونو ماهر کارکونکي لري چې اکثره یې په چین او روسیې کې میشت دي او د شمالي کوریا د ډله ایزې ویجاړتیا د وسلو او دغه راز ددغه هیواد د بالیستیکي توغندیوو د پروګرام د تمویل دپاره کار کوي.

دغه کارکونکي په قصدي ډول خپل هویتونه، تابعیتونه او موقعیتونه پټوي او معمولا په مستعار نومونو، جعلي بانکي حسابونو، غلا شویو هویتونو او جعلي اسنادو باندې دندو ته په یاد شویو کمپنیو کې درخواستونه ورکوي.

دوي معمولا هغه کمپنۍ د استخدام دپاره انتخابوي چې په بډایه هیوادونو کې وي او د آزاد کار بیلابیلې لارې لټوي چې ددغو کمپنیو سره کار وکړي او دغه راز د پیسو د ورکړې او ټولنیز رسنیوو د بیلابیلو شبکو څخه ګټه پورته کوي.

یاد شوي د ټکنالوژۍ د برخې کارمندان د شمالي کوریا له خوا جوړ شوي اپلیکیشنونه او سافټ ویرونه کاروي چې په بیلابیلو برخه کې لکه د تجارت، روغتیا، سپورټ، سرګرمۍ او ټولنیزو شبکو کې ترې کار اخیستل کېږي

د شمالي کوریا یادشوي کارکونکي معمولا هغه پروژې اخلي چې د انټرنیټي اسعارو سره تړاو لري او دوي معمولا د انټرنیټي اسعارو او انټرنیټي سوداګرۍ په مرسته پیسې سمبالوي او په آنلاین ډول قراردادونه اخلي چې پیسې قاچاق کړي او د شمالي کوریا رژیم تمویل کړي.

د امریکا د خزانې د وزارت مرستیال ښاغلي فولکیندر وویل چې ،، د امریکا متحده ایالات ژمن دی چې د خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي چې د شمالي کوریا د رژیم هڅې شنډې کړي چې د امریکا د بندیزونو نه د غلا، د امریکایانو د هویټ غلاکولو او نورو انټرنیټي بریدونو په مرستې د وتلو لارې پیدا نه کړي.،،