ملګري ملتونه باید د حوثیانو له خوا ګواښ ته ځواب ووايي

Red Sea Shipping Houthis Thumbnail

تیره اونۍ حوثیانو په سرې بحیرې کې د مجیک سي او ایترنیتي سي په نامه پر دوو ملکي بیړو بې دلیله بریدونه وکړل او په دویم برید کې څلور سمندري کارکونکي له بده مرغه ووژل شول او زیات شمیر نور ټپیان شول . دغه راز په بریدونو کې دواړې کښتۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست دایمي استاځي جان کیلي وویل چې حوثیانو د بریدونو وروسته د ایترنیتي سي په نامه بیړۍ زیات شمیر کارکونکي یرغمل ونیول چې په دې سره د هغو کسانو شمیر لازیات شو چې د حوثیانو له خوا پرته له توجې نیول شوي دي.

ښاغلي کیلي داسې وویل: ،، مونږ د یرغمل شویو کسانو سمدستي او پرته له قیدو شرط آزادیدو غوښتنه کوو لکه څنګه چې په دوامداره ډول د ملګرو ملتونو، د غیر دولتي سازمانونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو د کارمندانو د آزادیدو غوښتنه کوو.د امریکا متحده ایالات دغه بریدونه، چې د ایران له خوا د ملاتړ کیدونکي حوثي ډلې له خوا په سمندر کې تحرکاتو او سیمه امنیت ته متوجی ګواښونه په ډاګه کوي، په کلکه غندو.،،

ښاغلي کیلي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا څخه وغوښتل چې ،، د ملګرو ملتونو میکانیزمونونه په بشپړ ډول ملاتړ وکړي ځکه دغه میکانیزمونه په ریښتیا هم د حوثیانو له خوا متوجې ګواښ ته ځواب وايي،، او په دې کې د یمن د متخصصینو کمیسون یا پنل هم شامل دی.

دغه پنل یا کمیسون د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له خوا تاسیس شو او هدف یې د یمن پرضد د بندیزونو ارزیابي او پرې ریپوټ جوړل دي په خاص ډول هغه بندیزونه چې په لړ کې یې هغه اشخاص او سازمانونه چې ددغه هیواد امنیت ته ګواښ پیښوي په نښه کېږي.

یادشوی کمسیون دغه راز د بشري حقونو څخه د سرغړونو او په سیمه کې د نظامي انکشافاتو په هکله ارزیابۍ او وړاندیزونه کوي .

ښاغلي کیلي وویل چې د ملګرو ملتونو د ۲۲۱۶ پریکړه لیک د پلي کیدو دپاره بله د ملګرو ملتونو مهمه وسیله د ملګرو ملتونو د تفتیش او تاید میکنزم دی چې د( یوان وي آی ام) په نامه هم یادیږي.

هغه داسې وویل،، که چیري د شورا غړي هیوادنه غواړي ې په ریښتیني ډول په یمن کې د سولې او امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي نو مونږ یو ځل بیا د یو ان وي آی ام سره د مالي ملاتړ غږ کوو.،،

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرستې استاځې دروتي شي داسې وویل،، د حوثیانو دغو بریدونو په سرې بحیرې کې د تجارتي بیړو تګ و راتګ ستونزمن کړی دی. ځیني ریپوټونه ښيي چې دغو حملو د ملکي تجارتي بیړیو د بیمې مصرف د دوه چنده نه زیات کړی دی.،،

میرمن شي خبرداری ورکړ چې حوثیان دي په سرې بحیرې کې دي پر بیړیوو بریدونو په ،، په دایمي او سمدستي ډول ودروي.،،

په پای کې هغې زیاته کړه چې ،، مونږ د ایران له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۱۶ شمیرې پریکړه لیک څخه سرغړونې غندو چې حوثیانو ته ددې توان ورکوي چې پر تجارتي بیړیو دغه ډول بریدونه وکړي. دغه شورا باید د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو څخه د ایران سرکښي ونه ځغمي.،،