په ډیجیتالي شتمنیو کې د امریکا د ترټولو مخکښ مشر کیدو دپاره هڅې

ولسمشر ټرمپ خپل د کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې د امریکا متحده ایالات به د ډیجیتلي اسعارو په برخه کې د نړۍ مخکښه هیواد کړي. هغه د یادشوي هدف د تحقق لپاره یو سترګام واخیستی او د جنیس قانون یې په دې ورستیو کې لاس لیک کړ.

دغه قانوني لایحه د امریکا دپاره لاره هواروي چې د نړۍ د ډیجیتلي اسعارو د انقلاب مشري وکړي.

د سپینې ماڼۍ د بیانیې له مخې، د جنیس قانون به د مصرف کونکو ژغورلو ته لومړیتوب ورکړي، امریکايي ډالر به لازیات غېښتلي کړي او د امریکا ملي امنیت به پیاوړی کړي. دغه قانون به دغه راز هیواد ته د زیاتې پانګونې د راتګ او د نوښت لامل وګرځي.

د امریکا ولسمشر د جنیس د قانون څخه ملاتړ کوي ځکه دغه قانون امریکايي مصرف کونکي په مالي مارکیټونو کې د غیرقانوني چلند کونکو څخه ژغوري. په اصل کې دغه نوی قانون د لومړي ځل دپاره د سټیبل کوینس دپاره فډرالي مقرراتي نظام ایجادوي. سټیبل کوینس د ډیجیتلي اسعارو یا کریپتو کرنسۍ یو ډول دی چې طرح او ډیزاین یې په داسې شکل کېږي چې خپل ثبات د بلې شتمنۍ لکه ډالرو په مقابل کې حفظ کړي، د جنیس قانون له مخې، اوس د ډیجیتلي اسعارو په مقابل کې د سل فیصده نقدي شتمنیوو ملاتړ باید موجود وي لکه د ډالرو او د امریکا د خزانې د وزارت د لنډ مهاله قرضو ملاتړ باید ورسره وي. دغه راز د نوي قانون له مخې ددې اسعارو تولیدونکي باید هره میاشت په عامه خپل د مالي ملاتړ یا پشتبانې د ترکیب په هکله معلومات خپاره کړي.

دغه راز د جنیس قانون به د امریکا د قرضې دپاره تقاضا زیاته کړي او په نړۍ کې به د ډالرو موقف لازیات غېښتلی کړي ځکه د سټیبل کوینس ډیتجتلي اسعارو عرضه کونکي به مجبوره وي چې د امریکا د خزانې وزارت او امریکايي ډالرو په مرسته یې پشتیبانه یا ملاتړ وکړي.

دغه راز د جنیس قانون د امریکا ملي امنیت غېښتلی کوي او د سټیبل کوینس عرضه کونکي دې ته اړ باسي چې د امریکا د بانک د محرمیت د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي او دې ته یې اړ باسي چې د پیسو د قاچاق او د تغزیراتو پرضد موثر اقدامات وکړي او د خطر د ارزیابۍ، د تعزیراتو د تایید د لست مربوط قوانینیو او دغه راز د مشتري د تثبیت د مقرارتو سره سم عمل وکړي.

د امریکا ولسمشر خپل د ژمنې سره سم عمل کوي چې د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې د ډیجیتلي اسعارو پایتخت وګرځوي.

شاغلي ټرمپ وویل ،، د جنیس قانون به په نړۍ کې امریکا د ډیجیتلي اسعارو په یوه بې ساري مشر تبدیله کړي. تر مونږ به یې هیڅوک هم دا کار ښه ترسره نکړي. دا خالص نبوغ دی. ډیجیتلي اسعار به آینده وي او امریکا به ددې راتلونکې څښتنه وي. مونږ د پراخو پانګونه او نوښتونو خبره کوو.. دا د امریکا استعداد دی چې په تر ټولو ښه ډول مطرح کېږي. مونږ به نړۍ ته دا وښیوو چې د ډیجیتلي اسعارو په برخه کې څنګه بریالي کېږو، داسې بریالیتوب چې ساری یې نه وي لیدل شوی!،،