په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست استاځې میرمن دروتي شي وویل « د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه باید هیڅکله پیل شوې نه وای او دا کار به د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې نه وای شوی. د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې دا جګړه تر ټولو غټه او خونړۍ جګړه ده او اوس هم د نه منلو وړ مرګ او تباهۍ سبب ګرځي. د روسانو او اورکراینیانو نسلونه په تراژیک ډول تباه شول.»
د امریکا متحده ایالاتو د ملګرو متلونو پر تولو غړو غږ کړی چې ددې جګړې په پای ته رسولو کې د روسیې سره د مرستې په نه کولو همکاري وکړي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست ځانګړي استاځي جان کیلي داسې وویل « په ځانګړي ډول شمالي کوریا روسیې ته مهمات، میزایلونه، نظامي وسایل او شاوخوا ۱۲ زره عسکر ورکړي دي. دغه راز اکمالات او د روسیې له خوا د شمالي کوریا د قواوو روزنه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا څو پریکړه لیکونه نقضوي او دغه راز د کوریا په ټاپو وزمه او اروپا کې سولې او امنیت ته ګواښ پېښوي»
ښاغلي کیلي زیاته کړه چې ایران هم روسیې ته د نورو ټیکنالوژیو ترڅنګ بالیستيکي توغندي او بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي. په ځانګړي ډول روسیه په دومداره توګه د ایران له خوا ډیزان شوي د شاهد په نامه بې پیلوټه الوتکې استفاده کوي چې د حملو له کبله یې په اوکراین کې په زرګونو کسان وژل کېږي.
ښاغلي کیلي داسې وویل « په داسې حال کې چین روسیې ته مستقما وسلې نه ورکوي خو په هر صورت کې « چین د روسیې د جګړې د صعنتي ماشین یو قاطع ملاتړ کونکو او روسیې ته د وسلو یو مهم عرضه کونکی دی. په خاصه توګه چین روسیې ته د پام وړ په اندازه د ماشین وسایل ، مایکرو الکترونیکي توکي، دوربینونه، بې پیلوټه الوتکې، د کروز توغندي ټیکنالوژي او نایترو سیلولوس ورکړي چې روسیه د وسلو په جوړولو کې ترې کار اخلي. که چین د جګړې د ختمولو په برخه کې جدي مرسته کول غواړي نو روسیې ته به ددې اساسي توکو عرضه کول بند کړي.»
د درې نیمو کلونو نه د زیاتې مودې راهیسې د امریکا متحده ایالات او زیات شمیر نورو هیوادونو د روسیې او اکراین د جګړې د بندیدو غږ پورته کړی دی. خو دغه غږونه پر کڼو غوږونه پرېوتي دي.
په حقیقت کې د جولای په میاشت کې روسیې د ۶۴۰۰ نه زیات ډرونونه یا بې پیلوټه الوتکې الوځولي دي، چې د تیرې میاشتې په تناسب په کښي ۱۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی. د جون په میاشت کې یې ۵۴۳۸ بې پیلوټه الوتکې الوځولي دي.
سفیرې شي داسې وویل « دغه بریدونه باید ودرول شي. پر اوکراین باندې د روسیې د مخ پرزیاتیدونکو هوايي بریدونه او ملکیانو ته د مخ پر زیاتیدونکي تلفاتو په درشل کې ولسمشر ټرمپ د جولای پر ۲۹ مه نېټه په واضیح الفاظو وویل چې د سولې یو تړون باید په لسو ورځو کې ترسره شي. که داسې ونشي نو د امریکا متحده ایالات دې ته چمتو دی چې په اضافي اقدماتو لاس پوري کړي چې سوله تامین کړي.»
میرمن شي زیاته کړه « ولسمشر ټرمپ روسیې او اوکراین ته د جګړې څخه د وتلو یوه لاره برابروي. مونږ یو ځل بیا پر دوی غږ کوو چې دا لاره غوره کړي. د جګړې د آفت ختمول د روسیې او اوکراین د خلکو دپاره تر ټولو غوره کار دی.»