امریکا ژمنه ده چې په سوریه کې ترهګرۍ ته ماتې ورکړي

آرشیف

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د ځانګړو سیاسي چارو بدیلې استازې، جینیفر لوسیتا، د په سوریه کې د ډسمبر په ۱۳مه په امریکایي پرسونل باندې "بزدلانه ترهګریز برید" وغاندو.

په دې برید کې دوه امریکایي سرتیري او یو ملکي ژباړونکی ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول. په ځواب کې، د امریکا پوځ په سوریه کې د داعش پر اهدافو څه باندې ۷۰ هوایي بریدونه وکړل. لوسیتا وویل: "موږ ژمن یو چې د خپلو سوریایي شریکانو سره په ګډه ترهګرۍ ته ماتې ورکړو." "د سوریې د حکومت تر څنګ، موږ به له ځنډ پرته هر هغه فرد، اسانتیا برابروکوونکی، تمویل کوونکی او ملاتړ کوونکی چې په دې ناوړه عمل کې ښکیل دي، محاکمه کړو."

متحده ایالتونه د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د دې ژمنې هرکلی کړی چې وایي د دې برید عاملین به تشخیص او محاکمه کړي او سزا به ورکړي. لوچېتا وویل: "په ګډه به موږ په سوریه کې ترهګري له منځه یوسو."

په دې میاشت کې، د سوریې خلک د بشارالاسد د رژیم د نسکورېدو لومړۍ کلیزه ولمانځله او د سولې، یووالي او سوکالۍ لپاره یې د نوي فرصت هرکلی وکړ. متحده ایالتونه د دوی مقاومت ته درناوی کوي او د سوریې د خلکو د راتلونکې لپاره د ګډې هیلې په لمانځلو کې ورسره یوځای کیږي.

لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ د دې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ، متحده ایالتونه په دې کار کوي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د سوریې حکومت د یو متحد هیواد د جوړولو لپاره هر هغه څه ته دوام ورکړي چې په وس کې لري.

لوسیتا وویل: "زموږ تصور د یوې سوکاله منځني ختیځ او یوې باثباته سوریې لپاره دی، چې له ځان سره او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي." "داسې یوه سوریه چې له ځان سره په

سوله کې وي هغه سوریه ده چې د هیواد راتلونکې په کې د هر سوریایي وګړي پورې اړه لري. متحده ایالتونه د داسې یوې سوله ییزې او سوکاله سوریې لپاره خپل ملاتړ بیا تکراروي چې اقلیتونه په کې ګډون ولري ."

لوسیتا ټینګار وکړ: " د اسراییل او سوریې ترمنځ د سولې په ګډون د ګاونډیانو ترمنځ سوله د دې تصور یوه مهمه برخه ده، او موږ غواړو چې د دې د ترلاسه کولو لپاره هر هغه څه وکړو چې موږ یې په وس کې لرو."

متحده ایالتونه په سیمه کې د سوداګرۍ او سوداګریزې پراختیا د هڅولو او سوریې ته د بیارغونې فرصت د ورکولو لپاره پر سوریې اکثره بندیزونه لرې کړي دي.

متحده ایالتونه د سوریې د حکومت او د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو یا SDF ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ او اسانتیا ته هم دوام ورکوي. "موږ د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو او د سوریې د حکومت ترمنځ د مارچ د لسمې نیټې د ادغام تړون په پلي کولو او بیا ژمنتیا کې د دې مثبت حرکت ساتلو باندې تمرکز کوو."

په ورته وخت کې، متحده ایالتونه په سوریې کې د زیان منونکو خلکو، په ځانګړې توګه د هیواد په جنوب کې د اقلیتونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په داسې حال کې چې د سوریې د انتقالي حکومت دوهم کال پیلیږي، لوسیتا وویل "راځئ چې د یو باثباته او سوکاله هیواد د جوړولو لپاره د سوریې د حکومت د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو."